د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

نړۍ کې د کرونا وبا ثبت شوې مثبتې شمېرې تر ۳۰۰ میلیونه واوښتې


آرشیف- د کرونا ویروس معلوموله اله
آرشیف- د کرونا ویروس معلوموله اله

د جانز هاپکېنز پوهنتون د جمعې (د مرغومي ۱۷مه) د ورځې د شمېرو له مخې په نړۍ کې د کرونا وبا ثبت شوې مثبتې شمېرې تر درې سوه میلیونه واوښتې.

د کرونا په اومېکرون بڼې چې ژر خپریږي په لسګونو هېوادونو کې ګڼ کسان اخته شوي دي، خو هغه کسان چې واکسین یې کړی دی او په اومېکرون اخته شوي دي په هغوی کې د کرونا سختې نښې نه لیدل کېږي او د دې بڼې د مړینې کچه هم کمه ده.

د دې سربیره روغتیایي متخصصان خبرداری ورکوي، که ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شي، په نړۍ کې به روغتیایي خدمات ټکني کړي.

د کرونا ثبت شوې مثبتې شمېرې که تر درې سوه میلیونه اوښتې دي، داسې باور کېږي چې په ټوله نړۍ کې به اصلي شمېرې تر دې څو برابره زیاتې وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا تر اوسه پنځه نیم میلیونه کسان په نړۍ کې کرونا وژلي دي او داسې اټکل کېږي چې دا شمېرې به هم دوه درې برابره تر دې ډېرې وي.

XS
SM
MD
LG