د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۶

ترکمنستان کې د سکاروي ناروغۍ په اړه د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه


د روغتیا نړیوال سازمان نېښان
د روغتیا نړیوال سازمان نېښان

د روغتیا نړیوال سازمان په ترکمنستان کې د سکاروي ناروغۍ راپورونو ته اندېښنه ښکاره کړه.

ترکمنستان د منځنۍ اسیا یوازنی هېواد دی چې تر اوسه‌یې په رسمي ډول د کرونا ویروس د مثبتو پېښو خبر نه‌دی ورکړی.

په ترکمنستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د پلاوي مشرې کاترین سمالوود د خپل ۱۰ ورځني سفر په پای کې د دغه هېواد حکومت ته وړاندیز وکړ چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خورېدو د مخنیوي لپاره ضروري روغتیایي خدمات ترسره کړي.

نوموړې زیاته کړه چې له دې سره ترکمنستان ته تللی پلاوی د سکاروي او سختې ساه لنډي ناروغي راپورونو ته اندېښمن دی.

کرونا ویروس ممکن د سکاروي په څېر د ناروغیو سبب شي، د همدې لپاره کاترین سمالوود د ترکمنستان حکومت ته لارښوونه کړې ده چې د کرونا ویروس د پېژندلو لپاره د ازموینو چارې پراخې کړي.

که څه هم تر اوسه د ترکمنستان حکومت د کرونا ویروس د مثبتو پېښو خبر نه‌دی ورکړی، خو د ازادې اروپا/ ازادي راډيو د خبریالانو د راپورونو له مخې د ترکمنستان ځینې سیمې قرنطین شوې دي او یو شمېر صنعتي مرکزونه بند شوي دي.

د ترکمنستان روغتیایي چارواکو د روانې اوونۍ په پيل کې له خلکو وغوښتل چې له خاورو دوړو د سږو د ساتنې لپاره له کوره بهر ماسکونه وتړي.

XS
SM
MD
LG