د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

ابراهیم ځدراڼ د غوره ځوان لوبغاړي جایزې ته نوماند دی


ابراهیم ځدراڼ
ابراهیم ځدراڼ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ځوان لوبغاړي جایزې ته نوماند شوی دی.

کرکټ نړیواله شورا د هر زېږدیز کال په پای کې هغه ځوان لوبغاړي نوموي چې په تېر کال کې یې د خپل هېواد په استازولۍ ښې لوبې کړې وي.

  • یو ورځنۍ لوبې

۲۱ کلن ابراهیم ځدراڼ په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د افغانستان د ځوانو توپ وهونکو په ډله کې مخکښ و.

نوموړي په ۷۲ اوسط سره په وروستیو ۷ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۴۳۱ منډې کړي دي چې ۳ سلیزې هم په کې شاملې دي.

  • شل اوریزې لوبې

په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ابرهیم ځدراڼ په اسیاجام او شل اوریز نړیوال جام کې هم غوره توپ وهنه ترسره کړې ده.

هغه په دې دواړو جامونو کې ۲۷۶ منډې کړې وې.

  • غوره پاڼۍ

ابراهیم هغه وخت د کرکټ په نړۍ کې خپل شهرت لا ډېر کړ چې د تېرې نومبر میاشتې په ۳۰مه نېټه یې د سریلانکا خلاف په یو ورځنۍ سیالۍ کې ۱۶۲ منډې وکړې.

دا تاریخي ویاړ اوس یوازې ځدراڼ لري.

د عکس ښي لور ته ابراهیم ځدراڼ، منځ کې د بنګله دېش لوبغاړی محمدالله او چپ لور ته نجیب ځدراڼ د اسیا جام سیالیو پرمهال په لوبغالي کې له لوبې وروسته
د عکس ښي لور ته ابراهیم ځدراڼ، منځ کې د بنګله دېش لوبغاړی محمدالله او چپ لور ته نجیب ځدراڼ د اسیا جام سیالیو پرمهال په لوبغالي کې له لوبې وروسته

همدارنګه په اسیاجام سیالیو کې د هندوستان پر وړاندې افغان توپ وهونکي ښه ونه ځلېدل او نېږدې ۹ لوبغاړي په شااوخوا ۵۰ منډو وسوځېدل، خو ابراهیم بیا هم ښه ولوبېد او ۶۴ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.

د دې جایزې لپاره له ابراهیم ځدراڼ سره څلور نور لوبغاړي هم مقابله کوي.

په دې لېست کې د هندوستان چټک کیڼ لاسی توپ اچونکی ارشډيپ سېنګ، د سویلي افریقې کیڼ لاسی چټک توپ اچونکی مارکو جانسین او د نیوزیلنډ فاین الين شامل دي.

د کرکټ څارونکو د اټکل پر اساس هندی ارشډيپ سېنګ به د ځدراڼ پر وړاندې پیاوړی سیال وي.

نوموړي په اسیايي جام او شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د هندۍ لوبډلې په بریاوو کې مهمه ونډه درلوده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG