د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د يوې تاريخي لوبلړۍ له ګټلو پرته؛ د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لاسته راوړنې


د افغانستان او سریلانکا کرېکټ سیالۍ
د افغانستان او سریلانکا کرېکټ سیالۍ

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د يوې تاريخي لوبلړۍ د ګټلو چانس له لاسه ورکړـ خو ډېرې لاسته راوړنې يې په کې درلودې.

د درې یو ورځنیو لوبو دغه لوبلړۍ چې د لیندۍ میاشتې په ۹مه نېټه د افغانستان او سریلانکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ په مساوي توګه پای ته ورسېده افغان لوبډله په‌کې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال نړیوال جام ته ووته او یو شمېر افغان لوبغاړو ته له لاسته راوړنو ډکه لوبلړۍ وه.

سریلانکا په لومړي ځل په یو ورځنیو سياليو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې کوربه‌توب وکړ.

دغه سيالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا د ((سوپر لیګ)) سيالۍ وې.

لومړۍ لوبه افغان لوبډلې د ۶۰ منډو په توپیر وګټله، دویمه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده، خو درېیمه لوبه چې فکر کېده افغان لوبډله به یې وګټي په اخره کې سریلانکا په ۴ ويکټو په‌کې بری ترلاسه کړ.

دغه لوبلړۍ د افغان ملي لوبډلې لپاره له دې امله ارزښتمنه وه چې د یوې بريا او یو مساوي له امله یې ۱۵ نومرې ترلاسه او د ۲۰۲۳ زیږدیز کال نړیوال جام کې یې خپل ځای پوخ کړ.

دغه نړیوال جام چې په هندوستان هېواد کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي د کرېکټ نړیوال شورا له لوري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ سيالۍ ورته له تېر یوه کال راهیسې پيل شوي دي او لا هم دوام لري.

د افغانستان او سریلانکا کرېکټ سیالۍ
د افغانستان او سریلانکا کرېکټ سیالۍ

په دې سياليو کې په ځانګړي ډول د افغان لوبډلې پيلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ دوه سلیزې ترلاسه کړې چې د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

ځدراڼ په لومړۍ لوبه کې ۱۰۶، په دویمه کې ۱۰ او په وروستۍ کې ۱۶۲ تاريخي منډې جوړې کړې.

دا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د یوه افغان لوبغاړي له لوري په یوه پاڼۍ کې تر ټولو زیاتې منډې دي.

تر دې مخکې محمد شهزاد دغه ویاړ درلود چې ۱۳۱ منډې وې.

همدارنګه د ابراهیم ځدراڼ او نجیب الله ځدراڼ ترمنځ د ۱۵۴ منډو ملګرتیا هم اغېزناکه وه چې په يو ورځنیو سيالیو کې د افغان لوبغاړو له لوري د څلورمې ويکټې تر ټولو اوږده ملګرتیا وه.

بل لورته د کرېکټ یو شمېر څارونکي بیا په دې اند دي چې افغان لوبډلې کولای شول دغه تاريخي لوبلړۍ وګټي، خو د ناسمو پرېکړو او منظم لوبیز پلان نشتوالی یې په وروستۍ لوبه کې د ماتې لامل شو.

افغان لوبډلې په وروستۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۳۱۴ منډو هدف ورکړی و چې د کرېکټ څارونکو پر وینا له افعان توپ اچونکو یې پوره کول ستونزمن کار و.

تر اوسه پورې زمونږ اداره هم په دې نه‌ده توانېدلې چې په افغانستان کې اضافي فاسټ بالران پيدا کړي."

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر لوبغاړي هستي ګل عابد پخپلو څرګندونو کې ازادۍ راډيو ته ویلي دي که څه هم د افغان لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو ډکه لوبلړۍ وه، خو په اسانۍ یې وروستۍ لوبه له لاسه ورکړه.

ښاغلی عابد وايي: "د افغانستان سکواډ چې ده همېشه داسې جوړېږي چې زمونږ د فاسټ باولینګ ډيپارټمینټ په‌کې له نظره غورځول شوی وي. تر اوسه پورې زمونږ اداره هم په دې نه‌ده توانېدلې چې په افغانستان کې اضافي فاسټ بالران پيدا کړي."

د ښاغلي عابد په خبره چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله تر ډېره په ورو توپ اچونکو لکه مجیب الرحمن، راشدخان، محمد نبي تکیه کړې ده او کله کله قیس احمد او یا هم نور احمد د څلورم سوکه توپ اچونکي په توګه لوبوي چې د چټک توپ اچونکي ځای په لوبډله کې ورکېږي.

د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالۍ
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالۍ

هغه زیاتوی چې په لوبډله کې د یوه چټک توپ اچونکي کمی محسوسېده، او له امله یې افغان لوبډلې لوبه هم وبایلله.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بل پخوانی لوبغاړی او اوسنی روزونکی دولت خان احمدزی بیا وايي چې د لوبغاړو په غوره کولو کې هر وخت دقت شوی دی، خو د ده په ټکو چې هېڅکله هم د لوبډلې د منظم تیاري لپاره ادارې کوم پلان نه درلود.

اکثره چې وینو ښه بیټسمین وي، خو فیلډینګ یې ضعیفه وي، یا ډېر ښه بیټسمین وي، خو شارټ پیچ بال نه‌شي لوبولی"

ښاغلی احمدزی وايي: "د لوبډلې د تیارۍ نه زما مطلب دا دی چې ډېر لوبغاړي په لوبډله کې موجود دي چې یوه کمزوري له کلونوـ کلونو ځان سره ګرځوي. په دې اداره ولې کار نه‌کوي؟ اکثره چې وینو ښه بیټسمین وي، خو فیلډینګ یې ضعیفه وي، یا ډېر ښه بیټسمین وي، خو شارټ پیچ بال نه‌شي لوبولی، د بالرانو په یارکرو او نورو برخو ولې کار نه کېږي؟ د میچ پلانینګ ولې نه وي؟ او مونږ اکثره وخت یو لوبغاړي ته د لوبې په جریان کې داسې پلان ورکوو چې په هغې هېڅ تمرین نه وي شوی."

دولت خان دغه راز وايي چې د نړۍ ټولې لوبډلې کمزورې برخې لري، خو هغوی پرې کار کوي چې سمې یې کړي، خو د افغانستان په لوبډله کې د لوبغاړو په کمزوریانو باندې هېڅ کار نه‌دی شوی.

د احمدزي په وینا چې ورو توپ اچونکي کولای شي، د مقابلې لوبډلې د توپ وهونکو د منډو د سرعت مخه ونیسي، خو چټک توپ اچونکي بیا لوبې ګټي.

د هغه اند دا دی که افغانستان ملي لوبډله غواړي له سترو لوبډلو لوبلړۍ وګټي، نو د ۱۷ کلنو، ۱۹ کلنو، ایمرجینګ او الف لوبډلو لپاره منظمې سیالۍ برابرې شي او له دې لوبډلو ملي کچې ته لوبغاړي غوره شي.

د سریلانکا لوبډلې د وروستۍ لوبې په ورستیو دوه اورونو کې له ګلبدین نایب او فضل الحق فاروقي څخه ۲۹ منډې په ۱۰ توپونو ترلاسه او لوبلړۍ یې برابره کړه.

په دې لوبه کې راشدخان غوره توپ اچونه وکړه چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول او محمدنبي هم په توپ اچونه کې نسبتاً ښه وځلېد.

نور احمد چې د لومړي ځل لپاره یې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ یوازې ۴ اورونو ترسره کړل او ۳۲ منډې یې ورکړې.

د یادونې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې په خپلو ټولنیزو صفحو خبر خپور کړی و چې په متحده عربي اماراتو کې یې د ۲۴ لوبغاړو لپاره د چمتوالي کمپ ترسره کړی و.

XS
SM
MD
LG