د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

نن د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ لوبډلې درېيمه يو ورځنۍ لوبه کوي


د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ سیالۍ
د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ سیالۍ

ټاکل شوې د افغانستان او سرېلانکا د کرېکټ ملي ټیمونه نن په خپلو کې درېیمه یو ورځنۍ یا ۵۰ اووره مسابقه وکړي.

نننۍ مسابقه د کابل پر وخت د ماسپښین یوه نیمه بجه د سرېلانکا په پالیکیلي (Pallekele) لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه تېره جمعه د ۶۰ منډو په توپیر ګټلې وه او دویمه لوبه تېره یکشنبه مسابقه د باران له کبله بشپړه نه‌شوه.

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي، د دویمې لوبې له کبله افغان لوبډلې ته ۵ امتیازونه ورکړل شول، چې ورسره دغه ټیم وتوانېد په هند کې د راروان میلادي کال نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG