د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د کرېکټ شل اوريز جام؛ هند انګلستان ته ۱۶۹ منډې هدف وټاکه


د هند کرېکټ لوبغاړي
د هند کرېکټ لوبغاړي

د کرېکټ په نړیوال شل اوریز جام کې هند د انګلستان ټیم ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

دا په روان نړیوال جام کې دویمه نیمه پایلوبه ده.

لوبه د اډېلېډ ښار په اووال سټډیوم کې روانه ده، د هند لپاره په نننۍ لوبه کې هارډیک پانډیا په ۳۳ بالونو ۶۳ منډې وکړې چې په‌کې ۵ شپږیزې هم شاملې دي.

ویرات کوهلي هم پنځوسیزه جوړه کړه.

تر دې مخکې د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان د نیوزیلند په ماتولو فاینل ته لار پیدا کړې.

د هند او انګلستان تر منځ د نننۍ لوبې ګټونکی به را روانه یکشنبه له پاکستان سره پایلوبه کوي.

XS
SM
MD
LG