د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

کرېکټ؛ انګلستان هند ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووت


د انګلستان کرېکټ لوبډله
د انګلستان کرېکټ لوبډله

د انګلستان د کرېکټ ملي ټیم نن په یوه چټکه لوبه کې هند ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام پایلوبې ته ووت.

لوبه د اسټرالیا په اډېلېډ ښار کې وشوه.

انګلستان وتوانېد په ۱۶ اوورنو کې د هند د ۱۶۹ منډو هدف پوره کړي.

د انګلستان هېڅ لوبغاړی ونه سوځېد. پیلیزو لوبغاړو جاس بټلر ۸۰ او ورسره الېکس هېلس ۸۶ منډې جوړې کړې.

په دې ترتیب انګلستان را روانه یکشنبه د نومبر په دیارلسمه له پاکستان سره د نړیوال جام پایلوبه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG