د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

کرېکټ بورډ د ۲۰۲۲ کال شل اوريز نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه


شل اوريز نړيوال جام ته غوره شوي افغان لوبغاړي
شل اوريز نړيوال جام ته غوره شوي افغان لوبغاړي

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام ته افغان لوبډله اعلان کړه.

کرېکټ بورډ ساعت مخکې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې، په نوملړ کې محمد نبي لوبډلمشر، نجیب الله ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز ویکټ ساتونکی او حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق او سلیم ساپی شامل دي.

همدا راز شرف الدین اشرف، رحمت شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام په الف ګروپ کې (افغانستان، نیوزیلنډ، انګلستان او اسټرالیا) لوبډلې موجودې دي چې دوه نورې به ورته له لومړي پړاو څخه لاره مومي.

دغه راز د یادو سیالیو په ب ګروپ کې (هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او سویلي افریقا) لوبډلې ځای پر ځای شوې دي چې یاد ګروپ ته به هم دوه نورې لوبډلې له لومړي پړاو څخه راووځي.

یادې سیالۍ د راتلونکي اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه د اسټرالیا په کوربه‌توب پیلیږي چې د نومبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې پوري به دوام ومومي.

XS
SM
MD
LG