د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

افغانستان د کرکټ لوبډلې له زمبابوې سره لوبې پيل کړې


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی

افغانستان د کرکټ د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې له زمبابوې سره خپلې لوبې پيل کړې.

افغانستان او زمبابوې دوه هغه لوبډلې دي چې په لسهاو لوبې یې کړي او افغان ټيم په کې لاس بری بلل شوی.

د افغانستان د کرکټ بورډ په خبره او د لوبو پایلو ته په کتو افغانستان تر اوسه په ۲۵ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې له زمبابوې ۱۵ ګټلي او لس یې بایللي.

د دوی وروستۍ لوبې د ۲۰۱۸ کال په فبروري کې وشوې چې هلته هم افغان ټیم بریا خپله کړې وه.

سږ کال په جون کې د کرکټ د سوپرلیګ سیالیو په لړۍ کې سره مخ شوي.

د اوسنیو لوبو لپاره افغان ټيم ګڼ ځوان لوبغاړي ټاکلي.

د لومړنۍ یو ورځنۍ لوبې لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ باندې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب رحمان، فضل حق فاروقي او فریداحمدملک لوبېږي.

تر لوبو مخکې افغان ټيم په متحده عربي اماراتو کې تمرینونه وکړل او د راشدخان په څېر ځينې لوبغاړي بیا تازه د هند له غوره لیګ ورستانه شوي.

د سوپر لیګ سیالۍ چې د ۲۰۲۰ کال له جولای پیل او د ۲۰۲۳ کال تر مې دوام کوي پکې د کرکټ د نړیوالې شورا دولس بشپړ غړي او هالند چې له اسوشیت یا دوهمې کټګورۍ ټيمونو دی لوبېږي.

په پای کې به د سر اته ټیمونه چې ډېرې لوبې یې ګټلي د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته چې په هند کې به ترسره شي مخامخ ورتلی شي.

پاتې دوه ټیمونه به بیا د غوراوي یو بل دور ترسره کوي چې په کې به د دوهمې کټګورۍ له ټیمونو سره مخ کېږي.

افغانستان تر دې دمه د سوپر لیګ په سیالیو کې له ایرلند، هالند او بنګله دیش سره مخ شوی. ایرلند او هالند یې ګټلي خو په بنګله دیش باندې یې خپلې لوبې ۲ – ۱ بایللي.

XS
SM
MD
LG