د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

افغان کرېکټ ملي لوبډله له زيمبابوې سره پنځوس اوريزې او شل اوريزې سيالۍ کوي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله پرون له کابله د زیمبابوې په لور وخوځېده چې له دغه هېواد سره په څو سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، چې افغان لوبډله به له زیمبابوې سره ۳ یو ورځینۍ او ۳ شل اوره سیالۍ وکړي.

نوموړي وويل: "د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به درې پنځوس اوره نړیوالې او دوې شل اوره نړیوالې سیالۍ وکړي. دوی به څو ورځې په زیمبابوې کې تمرینونه وکړي."

د ښاغلي هوتک په وینا له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د دواړو لوبډلو سیالۍ د راتلونکې جون په څلورمه پیلېږي.

لومړی به دواړه ټیمونه یو ورځینۍ مسابقې وکړي خو تر دې مسابقو مخکې به افغان لوبډله په زیمبابوې کې تمریني سیالۍ وکړي.

کرېکټ بورډ روانه اوونۍ د زیمبابوې وړاندې د شل اوره او یو ورځنیو سیالیو لپاره ټیمونه اعلان کړل.

د یو ورځنیو سیالیو کیپتاني به د حشمت الله شهیدي او د شل اوره سیالیو کیپتاني به د محمد نبي په غاړه وي.

XS
SM
MD
LG