د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له زیمبابوې سره یو ورځنۍ لوبې پیلوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته د غوراوي د لوبو په لړۍ کې نن له زیمبابوې سره یوورځنۍ لوبې پیلوي.

د دې لوبو کوربه زیمبابوې دی او د لوبو دا لړۍ په پلازمېنه هرارې کې ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک آزادۍ راډیو ته وویل، افغان لوبډله به په دې لړۍ کې د مخکینیو تیاریو پرمټ ښه وځلېږي.

هوتک زیاته کړه: "د دې سیالیو لپاره افغان ملي لوبډلې پوره چمتووالی نیولی دی. نو په دې دریو نړیوالو پنځوس اووریزو لوبو کې چې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې دي او له همدې سیالیو لوبډلې کولای شي نېغ په نېغه نړیوال جام ته لاره پیدا کړي ملي لوبغاړي به انشاالله ښه وځلېږي."

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دوه نورې ۵۰ اووریزې لوبې یوه د دوشنبې او بله د راروانې پنجشنبې په ورځ پلان شوې دي. همداراز له دې لړۍ وروسته د دواړو لوبدلو ترمنځ درې شل اووریزې لوبې په پام کې دي.

افغانستان او زیمبابوې تراوسه ۲۵ یوورځنۍ یا پنځوس اووریزې لوبې کړي چې ۱۵ یې افغانستان او پاتې یې زیمبابوې ګټلي.

XS
SM
MD
LG