د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

امنيت شورا پر طالبانو د لګېدلو بنديزونو د څارونکې ډلې کاري موده وغځوله


امنيت شورا غونډه، انځور - ارشيف
امنيت شورا غونډه، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د لګېدلو بندیزونو پر بنسټ، طالبان یو ځل بیا د افغانستان د سولې، امنیت و ثبات لپاره ګواښ بللي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا خبره په هغه اعلامیه کې کړې چې پرون ناوخته یې په طالبانو د لګېدلو بندیزونو د څارنې لپاره د ګومارل شوي ټیم د کاري مودي د تمدید په اړه خپره کړې ده.

دې اعلامیه کې زیاته شوې: "دوی پرېکړه کړې چې طالبانو سره د تړلو اشخاصو، ادارو، ډلو، شرکتونو او نورو... پر وړاندې د بندیزونو د څارنې ټیم ماموریت د ۱۲ میاشتو لپاره غځوي."

له دې پرېکړې وروسته به د راتلونکې ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۱۷مې دوام وکړي.

د دې ډلې کاري ماموریت نن پای ته رسېده، خو له دې پرېکړې وروسته به د راتلونکې ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۱۷مې دوام وکړي.

امنیت شورا د څارنې ټیم ته دنده سپارلې، څو په طالبانو د لګېدلو بندیزونو څخه د دوی د سرغړونې په اړه معلومات راټول کړي او په اغېزمنه توګه او ټاکلي وخت خپل ماموریت بشپړ کړي.

طالبان اوس‌مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۱ پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ، د بندیزونو په لېسټ کې دي، هغه نوم‌لړ چې د القاعده په ګډون په‌کې یو شمېر نورې جنایت کارې ډلې او د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي د افغانستان د امنیت، سولې او ثبات لپاره ګواښ بللی شوي دي.

له طالبانو مو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې پرېکړې په اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب را نه‌کړ، خو له دې وړاندې یې ویلي، د ملګري ملتونو سازمان باید د دوحې د هوکړې پر بنسټ، پر دوی لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

طالبان اوس‌مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۱ پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ، د بندیزونو په لیسټ کې دي

خو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پرېکړه‌لیک کې بیا له ترهګرۍ په مبارزې ټینګار شوی او په‌کې له طالبانو غوښتل شوي چې د افغانستان خاوره باید د هیڅ هېواد د ګواښ یا برید، د ترهګریزو کړونو د پلان او تمویل او همدا ډول ترهګرو د پناه ورکولو لپاره و نه کارول شي.

خو طالبانو په وار وار د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه استعمال ډاډ ورکړی دی.

اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو قاچاق د ترهګرو ډلو لپاره د عاید سرچینه ده، هغه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قوله، سیمه‌ییز او نړیوال امنیت ته ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله پرونۍ اعلامیه کې په افغانستان د نجونو، ښځو او لږکیو پر وړاندې په اوسني روان وضعیت هم جدي اندېښنه ښودلې.

امنیت شورا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په ګډون ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت په ماشومانو او ښځو بد اغېز کړی او دوی هر څه ژر بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

خو له دې ټولو اندېښنو سره سره، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا له افغانانو ملاتړ ښودلی او زیاتوي، د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړ او ملي یووالي په برخه کې له دې هېواد سره قوي تعهد لري.

XS
SM
MD
LG