د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

طالبانو د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی پرويز خليلي نيولی او تري تم کړی دی


د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی پرويز خليلي
د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی پرويز خليلي

طالبانو د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی پرویز خلیلي نیولی او نا معلوم ځای ته یې وړی دی.

هغه په يو ټلوېزیوني بحث کې پر طالبانو له سختو نیوکو وروسته، پرون له خپل کوره ونیول شو.

د کورنۍ یو غړي او یو نږدي ملګري یې د امنیتي ستونزو له امله د خپل هویت د پټ ساتلو او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هغه پرون نیول شوی، خو معلومه نه‌ده چې چېرته وړل شوی دی.

پرویز خلیلي په یوه ټلوېزیوني بحث کې پر طالبانو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، یوې ډلې د افغانستان ټول ملت ګرو نیولی، هغه ډله چې د ده په خبره، د اسلام په روښانه تعریف، اجماع او قیاس هم نه‌پوهېږي.

یوې ډلې د افغانستان ټول ملت ګرو نیولی

خو د طالبانو د استخباراتو یوه ویاند جاوید څارګر ازادي راډیو ته دا خبره رد کړه چې ګنې دوی پرویز خلیلی نیولی.

هغه په یوه لنډ پیغام کې ازادي راډیو ته لیکلي: "مونږ بیخي ترې نه یو خبر."

د یادونې ده، چې طالبانو مخکې د پوهنتون یو بل استاد فیض الله جلال هم د دوی پر حکومت تر نیکو ورسته د څه مودې لپاره نیولی و، چې بیا تر خوشې کېدلو ورسته له افغانستانه ووت.

استاد فيض الله جلال، انځور - ارشيف
استاد فيض الله جلال، انځور - ارشيف

طالبان داسې مهال پر دوی د نیوکې له امله د پوهنتون یو استاد نیسي چې د دوی د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب تازه په متحده‌عربي اماراتو کې یوه غونډې ته ویلي، ټول افغانان کولای شي چې د افغانستان په سیاست، اقتصاد او نورو مسایلو کې برخه واخلي.

"دا ټول قومونه د افغانستان خلک دي، د افغانستان وګړي دي، په افغانستان کې حق لري"

نوموړي دا خبرې هلته د مېشتو افغانانو یوې غونډې ته کړې، چې د طالبانو دفاع وزارت یې پرون ناوخته جریان په خپله رسمي ټویټرپاڼه خپور کړی.

نوموړي ويلي: "دا ټول قومونه د افغانستان خلک دي، د افغانستان وګړي دي، په افغانستان کې حق لري. هم یې په اقتصاد کې حق لري او باید خپل توان و نه سپموي او زمینه ورته مساعده شي. هم یې په سیاست کې حق لري او باید برخه ورکړل شي. هم په نظامي برخه کې سهم لري او باید دې وطن ته خدمت وکړي او له وطنه دفاع وکړي."

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې اوسنی رژیم یې د واک په انحصار تورن دی او تر خوا یې دا نیوکه هم پرې ده چې په ټولو لوړو او متوسطو پوسټونو یې یوازې خپل ملګري او د خپلې ډلې کسان چې ټول ملایان دي ګمارلي دي.

تر څنګ یې طالبانو د تماس په نوم یو کمېسیون هم جوړ کړی او د جمهوري نظام له چارواکو او پخوانیو سیاستوالو یې غوښتي چې وطن ته راستانه شي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې د دې کمېسیون له لارې یو شمېر پخواني لوړ پوړي راستانه شوي چارواکي بېرته له افغانستانه وتلي دي.

طالبانو همدا ډول راستنو شویو او په افغانستان کې پاتې شویو پخوانیو لوړ پوړو چارواکو ته هم کوم رسمي او د لوړ موقف دنده نه‌ده ورکړې.

له طالبانو د نړیوالې ټولنې غوښتنه همدا ده چې یو ټول‌شموله حکومت جوړ او د افغانستان ټولو قومونو او لږکیو ته په کې ونډه ورکړي، خو طالبان خپل اوسنی رژیم ټول‌شموله بولي او وايي، د بهرنیو په خوښه جوړېدونکي نظام ته غاړه نه‌ږدي.

XS
SM
MD
LG