د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

په کابل کې یو شمېر ښځې: د استاد جلال تر خوشې کېدو خپلو لاریونونو ته دوام ورکوو


په کابل کې د ښځو لاریون
په کابل کې د ښځو لاریون

نن د کابل ښار په شهید څلور لارې کې یو شمیر ښځو د فیض الله جلال د نیونې په تړاو خپل غږ پورته کړ.

دیبا فرهمند د دې اعتراض له ګډونواله ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:"نن د استاد جلال د خوشې کېدو لپاره راټول شوي یو، څلور ټیمه یو، تر کومه چې هغه خوشې نه کړې موږ به خپل اعتراض ته دوام ورکوو، د استاد جلال ازادول زموږ هیله ده."

دا ښځې چې شمېر یې په تصویرونو کې له شلو زیات نه دی ځانونه د مبارزو ښځو د خودجوشه حرکت،عدالت جو، د یووالي، همبستګۍ او د مبارزو ښځو خودجوشه خوځښت، د بنسټونو غړې معرفې کوي.

فیض الله جلال د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی دی چې پرون په کابل کې له خپله کوره نیول شوی دی.

ښاغلي جلال څه موده وړاندې پر یوه ټلوېزیوني بحث کې پر طالبانو سختې نیوکې وکړې
ښاغلي جلال څه موده وړاندې پر یوه ټلوېزیوني بحث کې پر طالبانو سختې نیوکې وکړې

ده څو موده مخکې د طالبانو له یوه ویاند محمد نعیم سره پر یوه ټلوېزیوني پروګرام کې لفظي شخړه هم وکړه چې په خواله رسنیو یې ډېر تود بحث جوړ کړی وو.

خو هغه مهال ونه نیول شو او د طالبانو و د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې دوی سالم انتقاد مني او فیض الله جلال چې د دوی ویاند ته یې ډېره ستغه ژبه هم کارولې دوی ورته څه نه دي ویلي.

اعتراض کوونکو ښځو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فیض الله جلال د نیولو موضوع وڅېړي او خپله چوپتیا ماته کړي.

د اعتراض یوې ګډونوالې چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل:"استاد جلال یو دانشمند او یو فرهنګي شخصیت دی؛د هغه ګناه څه ده چې طالبانو نیولی؟هغه د خلکو غوښتنې او خبرې مطرح کړې دي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د استاد جلال د نیونې موضوع وڅېړي او يوښتنه یې وکړي"

د فیض الله جلال مېرمنې مسعوده جلال او لور یې حسینه جلال هم په جلا بیانونو کې د هغه په خوشې کولو ټینګار کړی دی.

اغلې مسعوده جلال لیکلي:" ډاکتر جلال له خپله کوره د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوی او یو نامعلوم ځای ته وړل شوی.ډاکتر جلال د پوهنتون د استاد په صفت د بشري حقونو لپاره په خپلو ټولو فعالیتونو کې د عدالت او د هېواد د ګټو لپاره غږ پورته کړی دی."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه په خپل توېټ کې لیکلي" د جلال په نامه یو‌ متعصب انسان د‌ خپلو هغو‌ خبرو د‌ وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د نظام پر ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې"

ذبیح الله مجاهد وایي، جلال د هغو‌ خبرو د‌ وضاحت لپاره نیول شوی چې خلک یې د نظام پر ضد هڅول
ذبیح الله مجاهد وایي، جلال د هغو‌ خبرو د‌ وضاحت لپاره نیول شوی چې خلک یې د نظام پر ضد هڅول

ښاغلي مجاهد لیکلي، دا کار ځکه شوی تر څو بل څوک ورته ویناوې ونه کړې او دچا شخصیت او عزت ته زیان ونه رسوي.

د بشري حقونو د څار سازمان یوې مسوولې پتریشیا ګاسمن د طالبانو له خوا د فیض الله جلال پر نیول کېدو نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې طالبان هم د ټولو نورو استبدادي رژيمونو په څېر انتقادونه خطر ګڼي.

هغې زیاته کړې:" د طالبانو رژيم د ټولو استبدادي رژيمونو په څېر انتقاد یو ګواښ ګڼي او بیا د منتقدینو د ځپلو پلمې لټوي."

XS
SM
MD
LG