د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د فیض الله جلال لور وايي، پلار یې د طالبانو له خوا نیول شوی


فیض الله جلال د طلوع نیور خصوصي تلویزني شبکې سره د مرکې پر مهال
فیض الله جلال د طلوع نیور خصوصي تلویزني شبکې سره د مرکې پر مهال

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د استاد فیض الله جلال یوې لور ازادي راډیو ته ویلي چې پلار یې په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوی دی.

د ښاغلي جلال لور حسنا جلال چې خپله دا مهال له افغانستانه دباندې ده، ازادي راډیو ته وویل، د پلار له دوستانو یې یو تن چې سهار ورسره و، ورته ویلي چې پلار یې نیول شوی دی.

حسنا جلال د طالبانو د حکومت له خوا د خپل پلار نیول کېدل وغندل او ویې ویل چې په دا ډول نیونو طالبان نه شي کولی پردې ډلې د انتقادونو غږ خاموشه کړي.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د ښاغلي جلال د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د استاد فیض الله جلال لور حسنا جلال
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د استاد فیض الله جلال لور حسنا جلال

خو د طالبانو د حکومت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته د کابل پوهنتون د دې استاد نیول کېدل تایید کړل او ویې ویل، نوموړی د هغو "تورونو" په خاطر چې د طالبانو د حکومت "پر ځینو مسولینو او ادارو" یې پورې کړي د تحقیق لپاره غوښتل شوی دی.

فیض الله جلال چې ډېر کله یې د رسنیو په سیاسي بحثونو کې د سیاسي شنونکي په توګه ګډون کاوه، په تېر لړم میاشت کې یو خصوصي ټلوېزیون کې د طالبانو د یو ویاند سره په بحث کې لفظي شخړه وکړه او پر طالبانو یې سختې نیوکې وکړې.

د دې بحث ځینې برخو هغه مهال په خواله رسنیو کې ناندریز او تاوده بحثونه راپورته کړي وو.

XS
SM
MD
LG