د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د طالبانو له‌خوا د فیض‌الله جلال نیول کېدو کورني او بهرني تُند غبرګونونه پارولي


فیض‌الله جلال
فیض‌الله جلال

د بښنې نړیوال سازمان ایمنېسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ د طالبانو له خوا د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال نیول غندلي دي.

د بشري حقونو دغو دواړه سازمانونو غوښتي چې ښاغلی جلال باید ژر تر ژره خوشې شي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې بېګا په یوه ټوېټ کې لیکلي: "په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې د خپلې وینا د ازادۍ او پر طالبانو د نیوکو له کبله د کابل پوهنتون د استاد پروفیسر جلال د نیولو غندنه کوي".

فیض الله جلال د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی دی چې پرون په کابل کې له خپله کوره نیول شوی دی.

د طالبانو ویاندویانو رسماً د هغه د نیولو په اړه څه نه دې ویلي خو یواځې امنیتي سرچینو تائیدوله چې جلال په کابل کې د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

جلال په ټلویزېوني پروګرامونو او مرکو کې پر طالبانو تُندې نیوکې کولې.

ده څو موده مخکې د طالبانو له یوه ویاند محمد نعیم سره په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې لفظي شخړه هم وکړه چې په خواله رسنیو یې ډېر تود بحث جوړ کړی وو.

د بشري حقونو د څار سازمان یوې مسوولې پتریشیا ګاسمن د طالبانو له خوا د فیض الله جلال پر نیول کېدو نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې طالبان هم د ټولو نورو استبدادي رژيمونو په څېر انتقادونه خطر ګڼي.

هغې زیاته کړې: " د طالبانو رژيم د ټولو استبدادي رژيمونو په څېر انتقاد یو ګواښ ګڼي او بیا د منتقدینو د ځپلو پلمې لټوي."

د فیض الله جلال مېرمنې مسعوده جلال او لور یې حسینه جلال په جلا بیانونو کې د هغه په خوشې کولو ټینګار کړی دی.

اغلې مسعوده جلال لیکلي:" ډاکتر جلال له خپله کوره د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوی او یو نامعلوم ځای ته وړل شوی. ډاکتر جلال د پوهنتون د استاد په صفت د بشري حقونو لپاره په خپلو ټولو فعالیتونو کې د عدالت او د هېواد د ګټو لپاره غږ پورته کړی دی."

اخوا د فیض الله جلال لور حسینه جلال ازادي راډیو سره په خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې پلار یې خوشې کړي.

حسینې وویل:" استاد په تېرو دوو لسېزوکې او مخکې، د عدالت او د قانون د حاکمیت لپاره مبارزه کړې ده. یوه میاشت مخکې پر اوسني نظام له سخت انتقاد وروسته تر تعقیب لاندې او له ګواښ سره مخامخ و، او نن بې له کوم دلیله ونیول شو."

د فیض الله جلال لور حسینه جلال پر طالبانو غږ وکړ چې پلار یې خوشې کړي.
د فیض الله جلال لور حسینه جلال پر طالبانو غږ وکړ چې پلار یې خوشې کړي.

د ټوېټر او فېسبوک ګڼو کاروونکو د پوهنتون د استاد او شننونکي فیض الله جلال د خوشې کولو کمپاین پیل کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یوه ټوېټ کې فیض الله جلال ته د منسوب ټوېټر څو عکسونه خپاره کړي چې په کې یې پر طالبانو تُندې نیوکې کړې.

مجاهد لیکلي:" جلال پر ټولنیزو رسنیو د (اوتو بوتو) څرګندونو په تور نیول شوی ځکه ده خلک د نظام پر ضد پارول."

جلال ته په منصوبو څو ټوېټونو کې هغه د طالبانو د ملي امنیت ټول مشران پاکستانیان بللي او تور یې لګولی چې د پاکستان له خوا معاش ورکول کېږي.

خو د استاد جلال لور حسینه جلال ویلي چې د فیض الله جلال په نوم جوړ شوی ټوېټر جعلي دی او له خلکو یې غوښتي چې د دغه ټوېټر پاڼه رپوټ کړي څو د ټویټر ادارې له خوا وتړل شي.

XS
SM
MD
LG