د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

سمنګان کې د چاودنې له امله شااوخوا ۱۰ کسان وژل شوي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د سمنګان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د سمنګان ولایت موقعیت

د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې چاودنې لس تنه وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، چاودنه له غرمې وروسته د ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې شوې ده.

ټکور ازادي راډیو ته وویل چې د دوی کشفي او استخباراتي ادارو د پېښې د څرنګوالي پلټنې پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه: "په خواشینۍ سره باید ووایم چې نن ماسپښین د سمنګان ولایت د ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې چاودنه شوې چې له کبله یې شاوخوا لس تنه زده کوونکي په شهادت رسېدلي او یو شمېر نور هم زخمیان دي. زمونږ کشفي او امنیتي ځواکونه لګیا دي چې د دغه نه بخښونکي جنایت عاملین وپېژني او د خپل عمل په سزا یې ورسوي."

نړیوالو خبري اژانسونو بیا د مرګ ژوبلې شمېر لوړ ښودلی دی.

فرانس پریس خبري اژانس د سمنګان د یوې روغتیایي سرچینې په حواله ویلي چې پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

دغې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، وژل شوي او ټپیان ټول د مدرسې زده کوونکي او واړه هلکان دي.

یو شمېر افغان خبریالانو د مدرسې نوم چې چاودنه په کې شوې "جهادیه" یاد کړی دی، خو تراوسه رسمي سرچینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

تراوسه د چاودنې څرنګوالی هم نه دی معلوم او چارواکو نه دي ویلي چې ځانمرګی برید و او که له مخکې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو موادو.

له دې وړاندې هم په جوماتونو، دیني مدرسو او ښوونیزو مرکزونو ورته خونړي بریدونه شوي چې مسوولیت یې داعش وسله والې ډلي منلی دی.

څه باندې میاشت وړاندې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت ته نږدې یوه جومات کې چاودنې څلور تنه ووژل او له شلو زیات نور یې ټپیان کړل.

د سږ کال دزمري په شلمه نېټه د کابل په ختیځ کې د یوې مدرسې دننه ځانمرګي برید د رحیم الله حقاني په نوم د طالبانو سر سخته پلوی دینی عالم وواژه.

XS
SM
MD
LG