د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

اوکراین د ناسام او اپسایډ په نومونو هوایي مدافعې ضد سیسټمونه ترلاسه کړي


 دغه وسلې به د اوکراین د وسله والو ځواکونو پر وړتیا کې د پام وړ زیاتوالی راوړي.
دغه وسلې به د اوکراین د وسله والو ځواکونو پر وړتیا کې د پام وړ زیاتوالی راوړي.

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف وایي، هېواد یې د ناسام او اپسایډ په نومونو د هوایي مدافعې ضد سیسټمونه ترلاسه کړي چې د روسیې د میزایلو او ډرون الوتکو د بریدونو پر وړاندې به له ځانه په دفاع کې ورسره ډېره مرسته وکړي.

هغه نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه وسلې به د اوکراین د وسله والو ځواکونو پر وړتیا کې د پام وړ زیاتوالی راوړي.

ښاغي ریزنیکوف ونه ویل چې دغه سیسټمونه کومو هېوادونو ورکړي، خو په ټوېټ کې یې یوازې یې ناروي، هسپانیا او متحدو ایالتونو ته په اشاره له خپلو شریکانو مننه کړې ده.

د اوکراین دفاع وزیر د دغو نوي پوځي مرستو خبر داسې مهال ورکوي چې روسیې د دې هېواد پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکړی چې په نتیجه کې یې د دې هېواد د انرژۍ ډېر تاسیسات ویجاړ شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د خپل هېواد وګړو ته وویل، دې ته دې تیار وي چې د روسیې پوځ به ښایي د اوکراین د انرژۍ پرتاسیساتو چې له مخکې زیانمن شوي، نور بریدونه وکړي.

زیلینسکي تېره شپه په یوه وینا کې وویل، روسیه خپل ځواک او امکانات زموږ پر بنسټیزو، په تېره د انرژۍ پر تاسیساتو ډېرو بریدونو ته چمتو کوي.

هغه زیاته کړه چې په اوس وخت کې له څلور نیم میلیون زیات اوکراینیان له برښنا څخه بې برخې دي.

تردې مخکې د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل، دی دا نه شي ردولی چې پلازمېنه کییف به په داسې حال کې چې د انرژۍ پرتاسیساتو د روسیې ویجاړونکي بریدونه دوام لري، له انرژۍ او اوبو څخه بې برخې نه شي.

هغه دولتي رسنۍ ته وویل: "موږ هڅه کوو چې د دې شي د مخینوي لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلو، خو حقیقت دادی چې زموږ دښمنان د دې لپاره چې ښار مو په ټوله کې له تودوخې، برښنا او اوبو څخه بې برخې وي، چې موږ ټول مړه شو، هر څه ترسره کوي. د اوکراین او زموږ د هریوه راتلونکې په دې پورې تړلې چې د یو بل ډول وضعیت لپاره ځان تیار کړو."

د کییف ښاروال د دې ښار اوسېدونکو ته ویلي چې په موقت ډول له ښاره پر وتلو دې غور وکړي که برښنا او او اوبه یې قطع شي.

روسیې له یوې میاشتې راهیسې د پلازمېنې کییف په ګډون د اوکراین په ډېرو ښارونو کې د انرژۍ پر تاسیساتو په بریدونو کې په میلیونو وګړي له برښنا او اوبو بې برخې کړي دي.

کییف دغه راز په پام کې لري چې د تودوخې شاوخوا زر ځایونه رامنځته کړي، خو د دې ښار درې میلیوني نفوس ته په پام دا واضح ده چې دغه تاوده ځایونه کافي نه دي.

XS
SM
MD
LG