د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

زلنسکي: روسیه زمونږ پر تاسیساتو لا ډېرو بریدونو ته چمتووالی نیسي


د اوکراین په دونېځک کې د روسي ځواکونو د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
د اوکراین په دونېځک کې د روسي ځواکونو د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین ولسمشر وایي، روسیه به د دې هېواد پر بنسټزیو، په تېره بیا د انرژۍ پر تاسیساتو لا ډېر بریدونه متمرکز کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د خپل هېواد وګړو ته وویل، دې ته دې تیار وي چې د روسیې پوځ به ښایي د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو چې له مخکې زیانمن شوي، نور بریدونه وکړي.

زلنسکي تېره شپه په یوه وینا کې وویل: "روسیه خپل ځواک او امکانات زموږ پر بنسټیزو، په تېره د انرژۍ پر تاسیساتو ډېرو بریدونو ته چمتو کوي."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي

هغه زیاته کړه چې په اوس وخت کې له څلورنیم میلیون زیات اوکراینیان له برښنا څخه بې برخې دي.

په عین حال کې داسې اندېښنې راپورته شوي چې ښایي له اوکراین څخه د نړیوالو ملاتړ کمزوری شي ځکه ژمی را روان دی او جګړې د انرژۍ او خوراکي موادو بیې په دوامداره توګه لوړې ساتلې دي.

تردې مخکې د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل، دی دا نه شي ردولی چې پلازمېنه کییف به په داسې حال کې چې د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې ویجاړونکي بریدونه دوام لري، له انرژۍ او اوبو څخه بې برخې نه شي.

هغه دولتي رسنۍ ته وویل: "موږ هڅه کوو چې د دې شي د مخینوي لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلو، خو حقیقت دا دی چې زموږ دښمنان د دې لپاره چې ښار مو په ټوله کې له تودوخې، برښنا او اوبو څخه بې برخې وي، چې موږ ټول مړه شو، هر څه ترسره کوي. د اوکراین او زموږ د هریوه راتلونکې په دې پورې تړلې چې د یو بل ډول وضعیت لپاره ځان تیار کړو."

د کییف ښاروال د دې ښار اوسېدونکو ته ویلي چې په موقت ډول له ښاره پر وتلو دې غور وکړي که برښنا او او اوبه یې پرې شي.

روسیې له یوې میاشتې راهیسې د پلازمېنې کییف په ګډون د اوکراین په ډېرو ښارونو کې د انرژۍ پر تاسیساتو په بریدونو کې په میلیونو وګړي له برښنا او اوبو بې برخې کړي دي.

کییف دغه راز په پام کې لري چې د تودوخې شاوخوا زر ځایونه رامنځته کړي، خو د دې ښار درې میلیوني نفوس ته په پام دا واضحه ده چې دغه تاوده ځایونه کافي نه دي.

XS
SM
MD
LG