د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

کندهار کې د کندن کارۍ ښځينه کار کوونکې: د بوديجې او مارکېټ له نشتون سره مخ يو


کندهار کې د ښځينه‌و د کندن کارۍ د کسب يو مرکز
کندهار کې د ښځينه‌و د کندن کارۍ د کسب يو مرکز

کندهار کې د کندن کارۍ کسب ښځينه کار کوونکې کار ځای ته بودیجه او خپلو توکو ته بازار غواړي.

د شادوخت په نامه د کندن کارۍ او لاسي صنایعو دغه ښځینه تولیدي مرکز چې دا مهال د بودیجې د کمښت له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی، کار کوونکې یې د بازار موندنې، نندارتونو جوړولو او نورو برخو لپاره د همکارۍ غوښتنه کوي.

د لاسي صنایعو دا مرکز په کندهار کې له کوره بهر د مېرمنو د څو محدودو کار ځایونو څخه شمېرل کېږي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو د کاري محدویدیتونو سره سره فعالیت کوي.

په دې اړه نور تفصيل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG