د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

د ګالوپ سروې: افغانستان په ۲۰۲۱ کې تر ټولو نا امنه هېواد و


کابل له يوې چاودنې وروسته - ارشيف
کابل له يوې چاودنې وروسته - ارشيف

د ګالوپ د سروی له مخې په دوه زره یو ویشتم میلادي کال کې په افغانستان کې دوه دېرش فیصده نارینه و د شپې په مخه د ګرځېدو پر مهال د خوندیتوب احساس کاوه او په ښځو کې دا فیصدي دولسو ته رسېده.

د دې تحقیقاتي مرکز په وینا یو کال مخکې تر دې دا شمېرې ټیتې وې، د نارینه و د خوندیتوب کچه شپاړس په سلو کې وه او د مېرمنو اته په سلو کې وه.

وروسته له دې چې د پروسږ کال تر نیمایي وروسته طالبانو کابل ونیو، په ځانګړې توګه د ښځو د امنیت په تړاو راپورونه زیات خپاره شوې دي.

یو شمېر ښځینه مدني فعالانو ادعاوې کړې دي چې د طالبانو له لورې له ګواښ سره مخامخ دي.

په واشنګتن کې مېشتې د ګالوپ تحقیقاتي ټولنې د دوه زره یو ویشتم کال په ترڅ کې د نړۍ تر یو سل او شلو په ډېرو هېوادو کې له یو لک او اووه ویشت زره مشرانو سره د مرکو په بنسټ دا سروې چمتو کړې ده، چې پرون یې خپره کړه.

ارشیف
ارشیف

د دې سروې له مخې سنګاپور تر ټولو امن هېواد ګڼل شوی دی.

د ګالوپ په سروې کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې له هرو لسو کسانو څخه نژدې اوو کسانو ویلي چې د شپې له خوا د ګرځېدلو پرمهال د خوندیتوب احساس کوي او په خپلو سیمه‌ییزو پولیسو باور لري.

د ګالوپ په سروې کې راغلي چې له کلونو راهیسې خلک په لاتین امریکا، د کارابین هېوادونو، او د افریقا د صحرا په جنوبي هېوادونو کې د نړۍ د نورو سیمو په نسبت د لږ خوندیتوب احساس کوي.

د دې سروې له مخې سنګاپور تر ټولو امن هېواد ګڼل شوی دی.

له افغانانو وروسته، ۳۲ سلنه د افریقا د جنوبي برخې اوسېدونکي، ۳۳ سلنه ونزویلایان او ۳۳ سلنه د ګابون هېواد اوسیدونکي په ترتیب سره د لږ امنیت احساس کوي.

په متحدو ایالتونو، کاناډا او غربي اروپا کې هم د تېرو کلونو په تناسب د امنیت لپاره ټاکلي معیارونه او شاخصونه ټیټ شوې دي.

د امریکا په متحد ایالتونو کې یې اصلي لامل پر سیمه‌ییز پولیسو د خلکو د اعتماد کموالی ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG