د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

پر اوکراین د روسیې د بریدونو دوام؛ زیلینسکي د خیرسون د نیولو ژمنه وکړه


د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د یوې امیندوارې ښځې په ګډون لږترلږه دوه تنه وژل شوي دي.
د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د یوې امیندوارې ښځې په ګډون لږترلږه دوه تنه وژل شوي دي.

د اوکراین چارواکي وایي چې روسیې د اوکراین پر ښاري سیمو بریدونو ته دوام ورکړی او په خیرسون کې یې ځواکونه د سختې جګړې لپاره تیاری نیسي.

اوکرایني چارواکي وایي، روسیې د اوکراین پر ښارونو بریدونو ته دوام ورکړی چې په نتیجه کې یې ولسي خلک وژل شوي او ودانۍ او تاسیسات ویجاړ شوي دي.

اوکراین نن بیا د روسیې د میزایلو او ډرون الوتکو د حملو پر وړاندې د خپلې هوایي مدافعې ضد سیسټمونو د پیاوړي کېدو پر غوښتنې ټینګار وکړ.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رییس اندرې یارماک په کییف کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې د ملي امنیت له سلاکارانو سره له خبرو وروسته وویل، د هوایي مدافعې یو شمېر سیسټمونو ته سمدستي اړتیا ده چې اوکراین ته ورکړل شي څو د ده په خبره د روسیې د میزایلو د ترور مخه ونیسي.

د امریکا د ریتیون تکنالوژۍ شرکت ریس ګریګ ګیس چې د شرکت فعالیت یې پر فضایي او دفاعي تولیداتو متمرکز دی، د چهارشنبې په ورځ امریکایي سي ان بي سي تلوېزیون ته وویل چې واشنګټن اوکراین ته د ناسام په نوم د هوایي مدافعې ضد دوه سیسټمونه ورکړي دي چې اوس په اوکراین کې ترې کار اخیستل کېږي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز نن سهار وختي وویل چې یوه ورځ مخکې د روسیې له خوا د استوګنې په څه باندې ۴۰ سیمو بریدونه شوي دي.

په هغه راپور کې چې د لوی درستیز له خوا نن خپور شوی، ویل شوي چې روسیې د هوایي حملو، راکټونو او میزایلو په ذریعه دغه حملې ترسره کړي او په هغو کې د اوکراین مشخص ځایونه په نښه شوي دي.

د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د یوې امیندوارې ښځې په ګډون لږترلږه دوه تنه وژل شوي دي.

دا خبره د سیمې والي والنټین ریزنیچینلو کړې ده.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار اولیکسي اریستوویچ ویلي چې په جنوبي ښار خیرسون کې روسي ځواکونه د سختې جګړې لپاره تیاری نیسي.

خیرسون سیمه کې چې مرکز یې د روسي ځواکونو په لاس کې دی، د اوکراین یرغلیزو ځواکونو روسي ځواکونه په شا تمبولي دي.

د خیرسون مرکز اته میاشتې مخکې پر اکراین د روسیې د یرغل په لومړیو ورځو کې د روسي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.

د ریزنیچینلو په خبره د خیرسون په اړه هر څه واضح دي، هلته روسان خپلې خلاوې ډکوي او ځان پیاوړی کوي.

هغه زیاته کړه چې د دنیپرسیند په ختیځه غاړه کې چې روسي ځواکونه د ښار د دفاع لپاره تیاری نیسي، د روسیې له خوا ګومارل شوي چارواکي خلک له سیمو لیرې کوي.

دا په دې معنی چې هیڅوک د په شا کېدو نیت نه لري او خیرسون به د یوې ډېرې سختې جګړې شاهد وي.

خیرسون د اوکراین د هغو څلورو سیمو له جملې یوه ده چې روسیې تېره میاشت له خپلې خاورې سره ملحق کړي دي.

خیرسون ته د یوې مهمې ستراتیژیکې سیمې په توګه کتل کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون د خیرسون د بېرته نیولو لپاره پخوانۍ ژمنه تکرار کړه او زیاته یې کړه چې د خیرسون له لاسه ورکول به د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین لپاره یو لوی په شاتګ وي.

خیرسون هغه یوازینۍ سیمې ده چې له کریمیا ټاپووزمې سره نښلول شوې، هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴م کال له اوکراین څخه جلا اوپه غیرقانوني توګه یې له خپلې خاورې سره ملحق کړې ده.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن روسیې ته په اوکراین کې د تکتیکي اټومي وسلو د احتمالي کارولو په اړه خبرداری ورکړی، ویلي یې دي چې دا به د روسیې خورا لویه تېروتنه وي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

امریکا دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې روسیې ادعا وکړه چې اوکراین په خپل قلمرو کې د ککړ بم په نوم د یوه ډول اټومي وسلې کارولو ته د تیارۍ په حال کې دی.

اوکراین د مسکو دا ادعا رد کړې ده.

د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف نن خبریالانو ته وویل چې روسیه به په کلکه نړیوالې ټولنې ته دا موضوع چې اوکراین، پرراډیو اکټیف موادو سمبال د یوه ککړ بم د چولو اراده لري، تعقیب کړي.

پیسکوف وویل، مسکو غواړي چې نړیواله ټولنه یې پر وړاندې سمدستي غبرګون وښیي.

XS
SM
MD
LG