د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

اوکراين کې د ککړو بمونو د جوړېدو ادعا؛ د اټومي انرژۍ نړيواله اداره يې پلټنه کوي


اوکرايني سرتېري
اوکرايني سرتېري

اوکراین او متحدینو يې د روسې دا ادعا چې کېیف غواړي په راډیو اکټیف ککړ بمونه جوړ کړي او د روسیې په ځواکونو یې وکاروي، رد کړي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیتري کوبله ددې ادعا د سپیناوي لپاره د نړیوالې اټومې انرژۍ له ادارې غوښتي څو په بېړنۍ توګه اوکراین ته پلټونکي واستوي او دده په وینا "په اوکراین کې هغه سوله‌يیز " تاسیسات تفتیش کړي چې روسیه په‌کې د ککړو بمونو د جوړېدو ادعا کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې هېواد یې رښتینی دی او د پټولو لپاره څه نه‌لري.

د کوبله د غوښتنې په ځواب کې د نړیوالې اټومې انرژۍ ادارې د اکتوبر په ۲۴مې په یوه اعلامیه کې وویل، دوی د اوکراین دوو سیمو ته د پلټونکو د لېږلو په چمتوالي بوخت دي.

په دغه اعلامیه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي دا تأیید کړې چې د اوکراین دا دواړه سیمې د دې ادارې تر څارنې لاندې دي او په منظم ډول یې پلټنه کېږي.

د اوکراين اټومي تاسيسات
د اوکراين اټومي تاسيسات

ګروسي همدارنګه زیاته کړې چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د اوکراین په دوو اټومي تاسیساتو کې د ځینو فعالیتونو د ادعاو په اړه د روسیې له بیانونو خبره ده.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر په وینا دا دواړه سیمې د دوی تر څارنې لاندي دي چې یوه ساحه یې په تېره میاشت کې پلټل شوې هلته چې د ګروسي په وینا هیڅ داسې اټومي فعالیتونه یا مواد نه‌دي موندل شوي چې اعلان شوي نه‌وي.

په اعلامیه کې راغلي، دا اداره راتلونکو ورځو کې دې سیمو ته د پلټونکو استولو ته چمتوالی نیسي.

روسیې ادعا کړې چې اوکراین غواړي په راډیواکټیف، بیولوژیکي او کیمیاوي موادو ککړ بمونه جوړ کړي.

دا ادعا د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د ناټو د یو شمېر غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو سره په یو لړ تماسونو کې را پورته کړې ده.

برېتانیا، فرانسې او امریکا متحده ایالتونو د اکتوبر پر ۲۳مه په ګډه اعلامیه کې د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو دا ادعاوې رد کړې.

د دې ګډې اعلامیې په وینا د دوی اړوند دفاع وزیرانو سره د خبرو پر مهال د روسیې دفاع وزیر په دې اړه هیڅ راز شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

بل‌خوا د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړل شوی دی چې امریکا پر اوکراین د روسیې د کروز توغندیو او بې پيلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره دې هېواد ته د هاک زوړ هوايي دفاعي سیستم ورکوي.

د هاک د دفاعي سیستم وسایل د ویتنام د جګړې د وخت په ټکنالوژۍ سمبال دي خو له هغه وخت راهېسې څو ځل نوي شوي دي.

ددې میاشتې په پیل کې د اوکراین پر ولسي وګړو او زېربنايي تاسیساتو د روسیې له‌خوا د توغندیو د پرله‌پسې ورانوونکو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره ژمنه کړې چې واشنګټن به اوکراین ته پرمختللی هوايي دفاعي سیستم ورکړي.

XS
SM
MD
LG