د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

روسيې د اوکراين پر پلازمېنه تازه بريدونه کړي


پر اوکراين تازه بريدونه
پر اوکراين تازه بريدونه

پر کیف او جنوبي ښار دنیپروپیتروسک دا هوایي بریدونه یوه اوونۍ وروسته تر هغه کېږي چې پر اوکراین د روسیې د لسګونه توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندری ییرمک پر خپله ټیلګرام پاڼه لیکلي، کیف باندې د کامیکازه په نوم بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله برید شوی دی.

روسیه په دې وروستیو کې وخت نا وخت د اوکراین پر مېشت ځایونو او زیربناوو په ځانګړې توګه د انرژۍ پر ستیشنونو بریدونه کوي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، چاودنو نن سهار کیف ښار لړزولی او ده د عیني شاهدانو په حواله لیکلي چې لږ تر لږه درې چاودنې شوي دي.

کلیچکو پر ټیلګرام چینل لیکلي، د ژغورنې ټیمونه د چاودنو سیمو ته روان شوي او جزیات به وروسته خپاره کړي.

پر اوکراين د روسيې تازه بريدونو غبرګونونه پارولي
پر اوکراين د روسيې تازه بريدونو غبرګونونه پارولي

د نوموړي په خبره په ښار کې د خطر زنګ وهل کېږي او له خلکو غوښتل کېږي چې په کورونو کې پاتې شي.

سملاسي د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی، خو د هوایي بریدونو له کبله پر یوې نا هستوګنیزې ودانۍ اور لګېدلی او څو اپارتمانونه یې نړولي دي.

تر دغو دریو چاودنو وروسته کلیچکو د دوو نورو هوایي بریدونو راپور هم ورکړی دی.

د اوکراین په جنوب کې د دنیپروپیتروسک ښار د انرژۍ پر تاسیساتو هم د تېرې شپې پر مهال له شوي برید وروسته اور بل شوی دی.

د دغه ښار والي ولنټاین ریزنیخینکو ویلي، د دوی دفاعي ځواکونو "د دښمن درې توغندي شنډ کړي دي."

یوه اونۍ وړاندې، د اکتوبر په ۱۰مه روسیې پر اوکراین له میاشتو ځنډ وروسته خونړي توغندیز بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړل.

پر دغو هوایي او توغندیزو بریدونو سربیره دا مهال د اوکراین او روسیې ځواکونه د دونباس سیمې په دوو ښارونو کې سخته جګړه کې ښکیل دي.

په دونتڅک، لوهانسک او خرسون کې شنبې او یکشنبې سختې جګړې شوي دي، دا له د هغو څلورو ښارونو له ډلې دي چې روسیې د یوې تش په نوم ټولپوښتنې له لارې له خپلې خاورې سره یو ځای کړل.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي تېره شپه وویل، ختیځ کې تر ټولو سخته جګړه دا مهال په سولیډر او بخموت ښارونو کې روانه ده.

زلنسکي ویلي، له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین بریدونه پیل کړي، شاوخوا ۶۵ زره روسي سرتیري وژل شوي دي.

روسیې بیا تېره سپټمبر میاشته کې د خپلو وژل شویو سرتیرو شمېر نژدې ۶ زره ښودلی و.

XS
SM
MD
LG