د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د انرژۍ تاسيساتو ته له زيان اوښتو وروسته؛ اوکراين د برېښنا پر سپمولو غور کوي


د اوکراين د انرژۍ تاسيسات - ارشيف
د اوکراين د انرژۍ تاسيسات - ارشيف

د اوکراین حکومت غواړي چې له سر له ننه برېښنا وسپموي او اروپایي ټولنه نن په خپله سرمشریزه کې دا مساله څېړي چې څرنګه د خپلې انرژۍ غم خوړلي شي او له اوکراین سره هم مرسته وکولی شي.

کییف د لومړي ځل لپاره غواړي سر له ننه پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه د برېښنا مصرف محدود کړي.

اوکراین د دې لپاره دا هڅه کوي چې ژمی را روان دی او د روسیې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د دوی د انرژۍ تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.

د والنټاین رزنیچینکو سیمې اداري مشر نن وویل چې، د روسیې د تازه برید په ترڅ کې د د نیپرو پتروفیسک په سیمه کې د انرژي یو مرکز زیانمن شوی دی.

تر دې مخکې د یوه اوکرایني چارواکي په وینا د توغندیو د برید پر مهال د اوکراین په لوېدیځ کې د بورشتین په ښار کې د سکرو د انرژۍ یو مرکز زیانمن شوی و.

روسي ځواکونو تر دې دمه هڅه کړې چې د اوکراين د انرژۍ او اټومي تاسيساتو باندې بريدونه وکړي.
روسي ځواکونو تر دې دمه هڅه کړې چې د اوکراين د انرژۍ او اټومي تاسيساتو باندې بريدونه وکړي.

دا مرکز د اوکراین په لوېدیځ کې پنځه میلیونه کسانو ته برېښنا چمتو کوي.

د اوکرایني چارواکو په وینا د برېښنا پار چاوي به د سهار د اوو او یولسو بجو ترمنځ وي.

پر اوکراین د روسیې د غیر موجه برید له امله په ټوله اروپا کې د انرژۍ ستونزه پیدا شوې ده او د دې ستونزې د حل لپاره د اروپایي ټولنې مشران نن په بروکسل کې د دوو اونیو په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره راغونډیږي.

د اوکرایني چارواکو په وینا د برېښنا پار چاوي به د سهار د اوو او یولسو بجو ترمنځ وي.

د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هېوادو مشران غواړي چې د انرژي قیمتونه راټیټ کړي، خو دوی د دې پر سر سره یوه خوله نه‌دي.

د فرانسې او پولنډ په ګډون د پنځلس هېوادو یوه ډله د دې پلوي کوي چې د انرژۍ لګښت کم کړي خو د جرمني او هالنډ په څېر د اروپا ستر اقتصادي قدرتونه چې ډېر ګاز اخلي له دې وړاندیز سره مخالفت کوي.

اروپايي ټولنې غړي هېوادونه غواړي له روسيې د ګازو واردات کم کړي.
اروپايي ټولنې غړي هېوادونه غواړي له روسيې د ګازو واردات کم کړي.

داسې تمه کېږي چې د اروپایي ټولنې اووه ویشت غړي هېوادونه به د مایع ګازو د اخیستو پر سر موافقه وکړي.

همدا راز تمه کېږي چې په دې سرمشریزه کې پر دې خبرې وشي چې څرنګه د اوکراین ملاتړ کولی شي چې د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې یې د انرژي تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.

د اروپایي ټولنې کمېسیون د مې په میاشت کې له اوکراین سره د نهه میلیارده یورو مرستو او پور ژمنه کړې وه چې تر اوسه یې یوازې درې میلیارډه ور رسولي دي.

د اروپایي ټولنې په نننۍ سرمشریزه کې به دا مساله هم وڅېړل شي چې څرنګه جګړه ځپلي اوکراین ته مرستې رسولی شي.

XS
SM
MD
LG