د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د اروپايي کمېسيون مشره: د اوکراين پر ملکي وګړو د روسيې بريد جنګي جنايت دی


د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا ون درلین
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا ون درلین

نن د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا ون درلین د اوکراین پر ملکې وګړو او د برښنا پر سټېشونو د روسيې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه "خالص ترهګریز عمل" وبلله چې د هغې په وینا جنګي جنایت دی.

هغې چې د اروپا په پارلمان کې خبرې کولې وویل، پرون یو ځل بیا روسیې په اوکراین کې ملکې اهداف په نښه کړل چې، دا په دې وحشیانه جګړه کې د یو بل نوي فصل د پرانیستلو ښکارندويي کوي.

ون دیر لاین زیاته کړه، نړۍوال نظم ډېر روښانه دی او دا جنګي جنایتونه دي.

له څه باندې یوې اوونۍ راهېسي روسیه په اوکراین کې ملکي وګړي او زېربناوې په نښه کوي چې په لس هاو کسان په‌کې وژل شوي او د اوکراین د برښنا د مرکزونو د دریو نژدي یوه برخه يې له کاره غورځولې ده چې ورسره څه باندې زرو ښارونو او کلیو کې خلک برښنا نه‌لري.

د اروپا د کمېسيون مشرې زیاته کړه، د ملکي زېربناو په نښه کولو هدف روښانه دی او هغه د ژمي په درشل کې له اوبو او برښنا څخه د ښځو، سړیو او ماشومانو بې برخې کول دي، چې دا یو ترهګریز عمل دي.

هغې یو ځل بیا له اوکراین څخه تر هغې چې اړتیا وي د اروپايي ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

نژدې نهه میاشتې کېږي چې روسيې پر اوکراین غیر موجه یرغل کړی، خو له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې روسې د اوکراین پر پلازمېنې کيیف سربېره د دې هېواد په لویو ښارونو کې د ایرانیو بې پیلوټه الوتکو په مرسته هوايي بریدونو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG