د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

زیلینسکي: روسيې تېره شپه لوی برید کړی او نړۍ دې دا ترهګري ودروي


د روسیې په توغندیزو بریدونو سره د څه باندې یو میلیون کورونو برښنا پرې شوې.
د روسیې په توغندیزو بریدونو سره د څه باندې یو میلیون کورونو برښنا پرې شوې.

د روسیې پراخو بریدونو په اوکراین کې میلیونونه خلک بې برښنا پریښي.

د روسیې په توغندیزو بریدونو سره د څه باندې یو میلیون کورونو برښنا پرې شوې.

دا د اوکراین په ملکي تاسیساتو په تېره بیا برښناکوټونو د روسیې بې مخینې بریدونه بلل کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د اکټوبر په ۲۲مه په ټیلیګرام کې وویل چې روسیې د شپې په اوږدو کې پر اوکراین "لوی برید" کړی او په وینا یې: "ترهګر د دوی په هېواد کې وحشت ته دوام ورکوي."

هغه وویل: "د شپې پر مهال، دښمن پراخ برید وکړ چې ۳۶ راکټونه چې ډېری یې شنډ شوي، دا په حساسو اهدافو ناوړه بریدونه دي."

هغه لیکلي: "نړۍ کولی شي او باید دا ترهګري ودروي."

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د زیلینسکي د دفتر مرستیال کریلو تیموشینکو وویل، داوکراین هوايي دفاعي ځواکونو ۱۸ توغندي شنډ کړي دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیتچکو وویل چې یو شمېر توغندي د پلازمېنې کییف په لور توغول شويوو او له لږېدو مخکې شنډ شوي.

کلیچکو د روسیې د توغندیزو بریدونو په وړاندې د اوکراین د دفاعي ځواکونو د چټک ځواب ستاینه کړې ده.

د روسیې په دغو توغندیزو بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه سمدستي څه نه دي ویل شوي، مګر چارواکو ویلي چې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د دواړو خواو د راپورونو تایید ممکن نه دی.

اخوا روسي چارواکو له خرسون ښاره چې څه موده مخکې یې د یوې جعلي بلل شوې ټولپوښتنې له لارې اشغال کړه د خلکو د سمدستي وتلو امر کړی دی.

روسي چارواکو داسې حال کې د خرسون اصلي ښار شاوخوا ۶۰ زرو اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی چې اوکرایني ځواکونه د دغه مهم جنوبي ښار د بیانیولو په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG