د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

اوکرايني چارواکي: روسيې د اوکراين پر ښاري سيمو بريدونو ته دوام ورکړی


ارشيف
ارشيف

اوکرایني چارواکي وایي، روسیې د اوکراین پر ښارونو بریدونو ته دوام ورکړی چې په نتیجه کې یې ولسي خلک وژل شوي او ودانۍ او تاسیسات ویجاړشوي دي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز نن سهار وختي وویل، یوه ورځ مخکې د روسیې له‌خوا د هستوګنې په څه باندې ۴۰ سیمو بریدونه شوي دي.

په هغه راپور کې چې د لوی درستیز له‌خوا نن خپور شوی، ویل شوي چې روسیې د هوایي حملو، راکټونو او میزایلو په ذریعه دغه حملې ترسره کړي او په هغو کې د اوکراین مشخص ځایونه په نښه شوي دي.

د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د یوې امیندوارې ښځې په ګډون لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

دا خبره د سیمې والي والنټین ریزنیچینلو کړې ده.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار اولیکسي اریستوویچ ویلي، په جنوبي ښار خیرسون کې روسي ځواکونه د سختې جګړې لپاره تیاری نیسي.

اوکراين کې روسي ځواکونه - ارشيف
اوکراين کې روسي ځواکونه - ارشيف

خیرسون سیمه کې چې مرکز یې د روسي ځواکونو په لاس کې دی، د اوکراین یرغلیزو ځواکونو روسي ځواکونه په شا تمبولي دي.

د خیرسون مرکز اته میاشتې مخکې پر اکراین د روسیې د یرغل په لومړیو ورځو کې د روسي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.

د ښاغلي ریزنیچینلو په خبره د خیرسون په اړه هر څه واضيح دي، هلته روسان خپلې خلاوې ډکوي او ځان پیاوړی کوي.

هغه زیاته کړه چې د دنیپر سیند په ختیځه غاړه کې چې روسي ځواکونه د ښار د دفاع لپاره تیاری نیسي، د روسیې له‌خوا ګومارل شوي چارواکي خلک له سیمو لیرې کوي.

دا په دې معنا چې هیڅوک د په شا کېدو نیت نه‌لري او خیرسون به د یوې ډېرې سختې جګړې شاهد وي.

خیرسون د اوکراین د هغو څلورو سیمو له جملې یوه ده چې روسیې تیره میاشت له خپلې خاورې سره ملحق کړي دي.

خیرسون ته د یوې مهمې ستراتیژیکې سیمې په توګه کتل کیږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون د خیرسون د بېرته نیولو لپاره پخوانۍ ژمنه تکرار کړه او زیاته یې کړه چې د خیرسون له لاسه ورکول به د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین لپاره یو لوی په شاتګ وي.

خیرسون هغه یوازینۍ سیمې ده له کریمیا ټاپوزمې نښلول شوې، هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ م کال له اوکراین څخه جلا اوپه غیر قانوني توګه یې له خپلې خاورې سره ملحق کړې ده.

خیرسون ته د یوې مهمې ستراتیژیکې سیمې په توګه کتل کیږي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن روسیې ته په اوکراین کې د تکتیکي اټومي وسلو د احتمالي کارولو په اړه خبرداری ورکړی، ویلي یې دي چې دا به د روسیې خورا لویه تېروتنه وي.

امریکا دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې روسیې ادعا وکړه چې اوکراین په خپل قلمرو کې د ککړ بم په نوم د یوه ډول اټومي وسلې کارولو ته د تیارۍ په حال کې دی.

اوکراین د مسکو دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG