د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د اټومي انرژۍ نړيواله اداره د اوکراين دوه سيمو ته د پلټونو لپاره څارونکي استوي


د اوکراين اټومي تاسيسات - ارشيف
د اوکراين اټومي تاسيسات - ارشيف

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د اوکراین د غوښتنې په ځواب کې وايي، چې د اوکراین دوو اټومي ساحو ته د خپلو څارونکو د لېږلو لپاره په چمتووالي بوخته ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین دفاع وزیر دمیتري کولیبا له دغې ادارې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره خپل څارونکي په اوکراین کې د دوی ملکي اټومي تاسیساتو ته ولېږي او د روسیې د ادعاوو په باب څېړنې وکړي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د ناټو په غړو هېوادونو کې له خپلو سیالانو سره د ټلیفوني خبرو پر مهال ادعا کړې، چې اوکراین هڅه کوي ککړ بمونه جوړ او د روسي ځواکونو پر خلاف یې وکاروي.

ککړ یا میکروبي بمونه هغه متعارفه وسله ده چې راډیو اکټیف یا اټومي وړانګې، کیمیاوي او بیولوژیکي مواد لري.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د اوکراین دا دوې اټومي ساحې د دوی له‌خوا څارل کېږي او د دوی پلټونکي یې په وار- وار ګوري.

هغه زیاته کړې، چې اداره یې د روسیې پر وروستۍ ادعا خبره ده، چې په دغو دوو اټومي ساحو کې یې د فعالیتونو په باب کړې ده.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي

ګروسي ټینګار کړی، چې دغه ساحې دوی څاري چې یوه میاشت مخکې هم د دوی له‌خوا کتل شوې، خو د ده په وینا هلته کوم اټومي فعالیت نه‌دی لیدل شوی.

په عین حال کې فرانسې، برېتانیا او د امریکا متحدو ایالتونو هم په خپله ګډه اعلامیه کې د روسیې هغه ادعا چې د اوکراین له‌خوا یې د ککړو بمونو د جوړولو په باب کړې وه، رد کړې ده.

خو د کرملین ویاند دمتري پسکوف پرون خبریالانو ته وویل، دا د منلو وړ نه‌ده، چې د اوکراین له خوا د ککړو بمونو د جوړولو په اړه د روسیې خبرداري ته واشنګټن پام نه‌دی کړی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د مسکو دغه ډول تورونه په وار- وار رد کړي او ویلي یې دي، چې د روسیې تازه ادعا هم ردوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

هغه د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ناټو متحدان دغه ادعا ردوي او روسیې ته نه ښايي، چې په اوکراین کې د کړکېچ د زیاتولو لپاره له دې ادعا د پلمې په توګه کار واخلي.

داسې اندېښنې شته، چې مسکو ښايي په دې پلمه د اوکراین په وړاندې په متقابل عمل لاس پورې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي، واشنګټن تر اوسه داسې نښې نه‌دي لیدلي چې روسیه دې د اټومي وسلې کارونې ته ځان چتمو کړی وي.

هغه ویلي، که روسیه هم په اوکراین کې له ککړو بمونو یا هم نورو اټومي وسلو کار واخلي، دا کار به روسیې ته ناوړه عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG