د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

د شهيدانو او معلولينو وزارت: ټول هېواد کې مو ۴ لکه يتيمان او ۱۳۵ زره معلولان ثبت کړي


يتيمان - ارشيف
يتيمان - ارشيف

د طالبانو د حکومت د شهیدانو د ورثه‌و او معلولانو وزارت وايي په ټول افغانستان کې یې شاوخوا ۴ لکه یتیمان او ۱۳۵ زره معلولان ثبت کړي دي.

د دغه وزارت سرپرست ملاعبدالحمید اخوند دا څرګندونې پرون د یتیمانو اومعلولانو لپاره د حرفوي زده کړو د یوه روزنیز ورکشاپ د پرانیستلو په مهال وکړې.

خو دا په داسې حال کې ده چې ډېری معلولان شکایت لري چې معاش نه ورکول کېږي.

د افغانستان خرابیدونکو اقتصادي حالاتو ته په کتو د یتیمانو د ژوند د شرایطو په اړه هم اندېښنې په ډېرېدو دي.

د شهیدانو او معلولانو د چارو وزارت ویاند مفتي فیصل ازادي راډیو ته وویل: "تر دې مهال زموږ په نوي ثبت نام کې د یتیمانو شمېر شاوخوا ۴ لکه ته رسېدلی او دا لړۍ جریان لري. همدا راز یو لک او ۳۵ زره موږ د معلولینو نومونه ثبت کړي چې په دې کې د تېرې ادارې هر ډول نظامي او ملکي یتیمان هم شامل دي؛ هغه که د پولیسو وي یا د اردو یا د خاصې کومانډو هر ډول معلول او یتیم موږ ثبت کړی دی."

يو شمېر يتيمانان - ارشيف
يو شمېر يتيمانان - ارشيف

ښاغلي فیصل همدا راز وویل چې، دوی ته د روان کال د شپږو میاشتو معاشونو د ورکولو لړۍ جریان لري او تر اوسه په ټولو ولایتونو کې د معاش ورکولو بهیر په سلو کې اویا بشپړ شوی دی.

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو د چارو وزارت د اسد په میاشت کې هم ویلي و چې، په تېر یوه کال کې یې شاوخوا یو لکو ۲۷ زره معلولانو او کونډو ته د شپږ میاشتو معاشونه ورکړي دي.

د افغانستان په تېر حکومت کې هم معلولانو څه نا څه شکایت درلود خو هغه مهال هر معلول د میاشتې ۱۳ زره افغانۍ معاش ترلاسه کاوه چې اوس ۵ زرو افغانیو ته کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG