د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

معلولینو ته د وړیا ټرانسپورټ زمینه برابره شوه


د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي، چې معلولينو او معيوبينو ته به په كابل كې ښار له دولتي ترانسپوټ نه د وړيا ګټې اخيستنې زمينه برابره كړي.دا پريكړه د ټرانسپورټ وزارت په وړانديز د وزيرانو شورا كړې ده.

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي، چې د يوې نوې پرېكړې له مخې افغان معيوبين او معلولين د ترانسپورټ رياست څخه د ځانګړو كارتونو په ترلاسه كولو سره كولاى شي د ښاري دولتي ترانسپورټ څخه په وړيا توګه ګټه واخلي.
افغان معلول


د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وياند ننګيالي كلات وال د شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې د كارتونو وركولو دا بهير په مركز او ولايتونو كې روان دى.

نوموړى وايي، معلولين او معيوبين كولاى شي په ولايتونو كې د ترانسپورټ رياستونو ته ورشي او له ښاري ټرانسپورټ څخه په وړيا ډول ګټې اخيستنې كارتونه واخلي.

ښاغلي كلات وال زیاته کړه، چې دا وړانديز د ترانسپورټ وزارت كړۍ و او د وزيرانو شورا په دې وروستيو كې ورباندې پرېكړه وكړه.

خو بل خوا افغان معلولين او معيوبين وايي، چې دا ښه پريكړه ده خو كه په عمل كې هم پلي شي.

يو شمېرافغان معلولين او معيوبين شكايت كوي، چې د دوى د ژوند ښه كېدو ته ډيره لږه پاملرنه شوې او څوك په ښه سترګه نه ورته ګوري.

دوى وايي، چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له افغان دولت او نورو مرسته كوونكو ادارو غواړي، چې لا ډيره مرسته ورسره وكړي.

په ځانګړې توګه اولادونو ته يې د پوهنې د زده كړې او روغتيايي خدمتونو زمينه برابره كړي.

معصوم ميوند - كابل
XS
SM
MD
LG