د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

له افغانستانه بهر ته تلونکی هر مسافر به ۲۰ ډالره مالیه ورکوي


د کابل نړیوال هوايي ډګر یوه څنډه
د کابل نړیوال هوايي ډګر یوه څنډه

د طالبانو حکومت وايي، له دې وروسته له افغانستانه بهر ته تلونکو کسانو ۲۰ ډالره مالیه اخیستل کېږي.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ، ملکي او هوايي چلند اداره وايي، په یوې تازه پرېکړه کې له دې وروسته هغه کسان چې غواړي له افغانستان بهر سفر وکړي ۲۰ ډالره مالیه به ورکوي.

د دغې ادارې ویاند امام الدین احمدي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل، دغه پرېکړه د روانې میلادي میاشتې له پیل نه د عملي کېدو وړ ده.

احمدي وايي: "په افغانستان کې هم د هوايي چلند د امنیت برخې لپاره ټکس ټاکل شوي چې په نړیوالو الوتونو کې ۲۰ امریکايي ډالره او په کورنیو الوتونو کې ۵ امریکايي ډالره دي. دا ټکسونه د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پلي کېږي چې د هر مسافر له ټکټ نه به دا ټکس اخیستل کېږي. له دې وړاندې چې کوم ټکیټونه بوک شوي له دې امر نه مستثنا دي."

ښاغلي احمدي همداراز وویل، د دغې پرېکړې موخه د هوايي چلند امنیت په خاطر شوې ده.، خو دا يې ونه ویل چې څرنګه امنیت.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې له ښاغلي احمدي په دې اړه هم معلومات ترلاسه کړو چې دغه چاره له پخوا وه او که د طالبانو حکومت تازه داسې یوه مقرره رامنځته کړې خو نوموړي دغه پوښتنه ځواب نه کړه.

خو د یو شمېر سیاحتي شرکتونو مسوولانو ازادي راډيو ته وویل چې د تېر جمهوري نظام پر مهال دغسې کومه مالیه له مسافرو نه اخیستل کېده.

د طالبانو حکومت دغې پرېکړې ته بیا یو شمېر خلکو په غبرګون کې ویلي چې دا یوه ناسمه پرېکړه ده.

د دوی په باور طالبان په یو نوم او بل نوم غواړي له خلکو پیسې واخلي.

د کابل ښار اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو په دې وروستیو کې په کورنیو او بهرنیو پروازونو ټکسونه وضع کړي دي چې دا په خپله یوه غلطه پرېکړه ده. په اوسنیو شرایطو کې خلک د دغې مالیې د ورکړې توان نه لري او که دا پروسه په همدې ډول دوام وکړي هغه شرکتونو چې په دې برخه کې پانګونه کړې ښايي راتلونکې کې په کارون منفي تاثیر وکړي."

د کابل ښار بل اوسېدونکی چې هغه هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دا یوه ناسمه پرېکړه ده.

هغه وویل: "دا په یو ډول په ولس ظلم دی. مالیې د دې لپاره راټولېږي چې خلکو ته خدمات وړاندې شي خو له بده مرغه په تېر یو کال کې دوی هېڅ هم نه دي کړي. سره له دې چې دا به وشي کړای د هېواد اقتصادي څرخ په ګرځېدو راولی ولي هغه ډول چې نړېوال تمه لري شاید دغه ډول کړنې ګټورې تمامې نه شي."

دغه راز د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت د دغه نوې پرېکړې په اړه د یو شمېر هوايي شرکتونو نظر هم ولري، خو له هڅو سره سره ونه توانېد.

سره له دې چې طالبان د دغې پرېکړې موخه د هوايي چلند امنیت یادوي خو باور دا دی چې طالبان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي او غواړي په دغه ډول کړنو سره خپل کلني عواید زیات کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG