د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

ترکیه ستنېدونکو افغان کډوالو سره د کار موندلو برخه کې مرسته کوي


ارشیف: په ترکیه کې پناه غوښتونکي افغانان
ارشیف: په ترکیه کې پناه غوښتونکي افغانان

ترکیه وايي، د دغه هېواد سره میاشت ټولنه په افغانستان کې له هغو افغانانو سره د کار موندلو په ګډون په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي چې له ترکیې څخه په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، ترک چارواکي هیله لري چې په دې توګه به د هغو افغانانو شمېر کم شي چې په خپل هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د اقتصادي - ټولنیزو ستونزو له کبله ترکیې ته پناه وړي.

د ترکیې سره میاشت ټولنه په افغانستان کې له هغو افغانانو سره مرسته کوي چې غواړي کوم کاروبار پیل کړي.

دا ټولنه وايي، له ترکیې څخه په بېرته تللیو افغانانو کې سلمانیان، خیاطان، دوکانداران، ویلډینګ کاران او نور شامل دي.

راپورونه وايي چې ترکیې سږ کال سلګونه افغانان په زوره خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

اکثره افغانان په خطرناکو له لارو ترکیې ته په دې هیله ځي چې له هغه ځایه ځانونه اروپا ته ورسوي.

ترکیې وروسته له دې د افغان کډوالو ایستلوته زور ورکړ چې د دغه هېواد د حکومت سیاسي مخالفانو د حکومت د مهاجرت پر پالیسۍ نیوکې وکړې.

ترک چارواکي وايي چې د دغه هیواد د سره میاشت ټولنې له لوري بېرته ستنو شویو افغانانو ته د حمایوي پروژو له کبله ترکیې ته د افغانانو مهاجرت کم شوی دی.

دا ټولنه وايي، له هغو افغانانو سره په افغانستان کې مرسته کوي چې ثابته کړي له ترکیې څخه په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د ترکیې د سره میاشت ټولنې د پلاوي ريیس فریداحمد ضیا په وینا، دوی تراوسه پورې په پلازمېنه کابل کې ۶۵ کوچني شرکتونه جوړ کړي چې له کبله یې زرګونو کسانو ته د عاید سرچینې برابرې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG