هند ورځپاڼه:
له هنده خپرېدونکې هندو ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی چې یوولس افغان سېکهان په یوه ځانګړې الوتکه کې هند ته ورسېدل.
د مطلب په پیل کې راغلي، وروسته تر هغه چې هند کابل کې خپل سفارت بیا پرانيست، دا د هند د حکومت او مدني ټولنې له خوا لومړنی پرواز و چې ترسره شو.
دا سېکهان وروسته تر هغه هند ته ولېږدول شول چې د کابل کارته پروان سیمه کې یې پر درمسال مرګونی برید وشو.
پونیت سنګ چاندوک چې مدني فعال او د هند د نړیوال فورم مشر دی، له هندي چارواکو سره له افغانستانه د افغان هندوانو او سېکهانو ایستل همغږي کوي.
ورځپاڼې د چاندوک په حواله لیکلي، دا مهال ۱۵۰ افغان هندوان او سېکهان په کابل کې منتظر دي چې هند ته ولېږدول شي.
نوموړي ورځپاڼې ته ویلي، د هند حکومت باید دغو لږکیو افغانانو ته د ویزې ورکړه ګړندۍ کړي.
د ناروې کډوالۍ شورا وېبپاڼه:
د ناروې د کډوالۍ شورا پر خپله ویبپاڼه د افغانستان د نیم میلیون بې ځایه شویو کسانو د ناوړه برخه لیک په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په دې اړه خپاره شوي راپور کې راغلي چې پر دې شمېر بې ځایه شویو کسانو باندې د طالبانو د حکومت له خوا فشارونه اچول شوي چې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
دا شمېر کسان د تېرو څو لسیزو جګړو، وچکالۍ، سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له کبله له لرو پرتو سیمو بې ځایه او تر ډېره یې د ښاري سیمو شاوخوا ساحو ته پنا وړې ده.
د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالۍ شورا مشر نېل ټرنر (Neil Turner) ویلي، له خوښې پرته خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو کسانو ستنول په اوسنیو شرایطو کې امکان نهلري، ځکه چې دا هېواد له لوږې او طبیعي افتونو سره مخامخ دی.
د ده په باور، د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د خېر ښېګڼې ډلې په افغانستان کې د بې وزله کسانو په لاسنیوي بوختې دي او خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو کسانو هر ډول ستنول باید د امن، عزت او پوهاوي له لارې وشي.
دغه بې ځایه شوې کورنۍ اوس په خېمو کې اوسیږي او د ناروې د کډوالۍ شورا ویلي، که دا سرپناوې یې هم له منځه وړل کېږي، ممکن دا د یوې بلې غمیزې پیل وي.
دغې شورا ویلي، یوازې په کابل او شاوخوا سیمو کې یې نژدې څلور زره بې ځایه شوي کسان د موقتو سرپناوو پرېښودو ته مجبور شوي دي.
دوی له طالبانو غوښتي چې د دې بهیر د دوام مخه ونیسي.