د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۲۵

د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې

نيويارک ټايمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو له خوا د پنځو برتانيايي وګړو خوشې کېدو ته په پام یوه مقاله خپره کړې ده.

برتانیې حکومت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې طالبانو یې پنځه وګړي خوشې کړي او په ورته وخت کې يې د خپلو وګړو پر ځای بخښنه هم غوښتې وه.

په اعلامیه کې دا نه وو ویل شوي چې دا کسان ولې نیول شوي وو؛ خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه د دوشنبې په ورځ ولیکل چې دغو کسانو د افغانستان له قوانینو سرغړونه کړې وه.

په مقاله کې راغلي چې دغه برېتانوي وګړي هغه مهال ونیول شول چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د مدني ټولنې ځپل پیل کړل.

وروسته لولو چې که څه هم د دغو کسانو نومونه نه‌دي یاد شوي خو د پیټر جوینال په نوم د یوه کس چې پخوا یې د خبریال او تجار په توګه دنده تر سره کړې، مسلمان دی او له یوې افغانې سره یې واده کړی، کورنۍ ویلي چې دی له دغو پنځو کسانو یو وو.

مقاله همدا راز د ملګرو ملتونو هغې خبرې ته هم اشاره کوي چې وايي انډرو نارت د بي بي سي پخوانی خبریال چې په افغانستان کې يې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ یا یو این ایچ سي ار سره کار کاوه، طالبانو له څو ورځو نیولو وروسته راخوشې کړی دی.

یو بل لویدیځوال او دوه افغانان هم چې د ملګرو ملتونو لپاره یې کار کاوه، له نارت سره راخوشې شوي دي.

طالبانو په فبرورۍ میاشت کې ویلي وو چې څلور کسان یې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي.

متحده ایالاتو ویلي چې طالبانو یو شمېر امریکايي وګړي بندي کړي دي.

مقاله د یوه امریکايي پوځي، مارک فریریک یادونه کوي چې د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو حقاني شبکې برمته کړی وو.

این بي سي نیوز

این بي سي نیوز تلوېزیوني شبکې د هغو افغانانو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې په افغانستان کې یو ځل بیا د طالبانو له واک ته رسېدو ورسته له افغانستانه وتلي وو.

په مقاله کې د یوې افغان فعالې روښان مشال کیسه راغلې چې له هغو ۷۶۰۰۰ افغانانو څخه وه چې د اګست له پنځلسمې وروسته له افغانستانه امریکا ته انتقال کړای شول.

مېرمن مشال له اتلسو نورو ښځو د حقونو له فعالانو سره یو ځای په یوه الوتکه کې د بشري حقونو د ادارو په مرسته امریکا ته ولېږدول شوې ځکه د مقالې د لیکوالې په وینا، د دوی ژوند په خطر کې وو.

په مقاله کې لولو چې لس اوونۍ وروسته چې مېرمن مشال له خپل مېړه او پنځو کوچنیانو سره امریکا ته د خوندیتوب لپاره پناه یووړه، د ټکساس ایالت په یوه اپارتمان کې بې پیسو، خوړو، روغتیايي خدماتو او ترانسپورته پاتې شوه.

په مقاله کې د روښان مشال له قوله راغلي چې دې غوښتل په واشنګټن ډي سي کې مېشته شي خو دې ته وویل شول چې د کورنۍ غړي یې ډېر دي او که دا ټکساس ایالت ته لاړه شي، د کورنۍ غړي به یې یو ځای و اوسېدای شي.

په مقاله کې راغلي چې د ژوند تر ټولو کړاوونو وروسته اوس مېرمن مشال په ټکساس پوهنتون کې د یوه کال لپاره فیلوشیپ تر لاسه کړی.

XS
SM
MD
LG