د زړه د ساختماني او مورزاده ناروغیو د مخنیوي په اړه هغه کنفرانس چې د جرمني په فرانکفورت کې د څلورو ورځو لپاره رابلل شوی و، پرون پای ته ورسېد.
سږکال د CSI په نوم د کنفرانس پنځه ویشت کاله پوره شول، چې هر کال په دې کنفرانس کې د زړه د بېلابېلو ناروغیو او د درملنې پر نویو لارو چارو په کې بحث کېږي.
په سږني کنفرانس کې یوه افغان ډاکتر هم برخه اخیستې وه، چې وايي ګڼو هېوادونو او سازمانونو له افغانستان سره د زړه د ناروغیو په تداوۍ او تشخیص کې همکارۍ ته لېوالتیا وښوده.
زموږ همکار له ډاکتر احسان اله درمل نه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، چې سږکال په دغه کنفرانس کې مشخصاً پر کومو مسایلو بحث وشو؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: