د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د افغان جاپان روغتون ډاکټران: د کرونا د تشخیصه کېټونو له کمښت سره مخ یو


کابل کې د افغان جاپان روغتون
کابل کې د افغان جاپان روغتون

کابل کې د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايي، ډېر ژر به دغه روغتون د کرونا د تشخیص کېټونو له کمښت سره مخ شي چې په نتیجه کې به یې دوی ونه شي کړای په کرونا ویروس اخته کسان تشخیص کړي.

د افغان جاپان روغتون ډاکټر میړنی براتزی په اندېښنې سره وايي، د افغانستان ډېری اوسېدونکي کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره روغتیايي لارښوونې نه عملي کوي.

ډاکټر مېړنی براتزي ازادي راډیو ته وايي: "د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د تشخیص لپاره موږ کېټونه لرو، خو شمېر يې بیخې کم دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره نور هم کمېږي ځکه ورځ په ورځ مراجعین زیاتېږي او ترڅنګ یې هغه کسان چې سفر کوي هم د کرونا ټېست کوي. له همدې کبله د کېټونو مصرف زیات شوی. که د روغتیا نړیوال سازمان په دې برخه کې د افغانستان له روغتیايي بنسټونو سره همکاري ونه کړي، موږ د کېټونو له کمښت سره مخ کېږو چې په پایله کې به یې یو بحران رامنځته شي."

ښاغلی براتزی هم اندېښنه ښيي وايي، په کابل او ولایتونو کې خلک روغتیايي سپارښتنې سمې په پام کې نه نیسي چې دا د کرونا ویروس د لا خپرېدو لامل ګرځي.

ښاغلی براتزی هم اندېښنه ښيي وايي، په کابل او ولایتونو کې خلک روغتیايي سپارښتنې سمې په پام کې نه نیسي
ښاغلی براتزی هم اندېښنه ښيي وايي، په کابل او ولایتونو کې خلک روغتیايي سپارښتنې سمې په پام کې نه نیسي

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د کېټونو د کمښت په اړه، د افغان جاپان روغتون د دې ډاکټر د اندېښنې په تړاو د عامې روغتیا مسوولین هم وپوښتي، خو د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر له ژمنې سره-سره د دې راپور تر خپرېدو پورې ځواب ورنه کړ.

خو پرون ماسخوتن نوموړي ازادي راډیو ته ویلي و چې د کرونا ویروس ۱۹ تازه پېښې یې ثبت کړي دي.

ښاغلي هژیر ازادي راډیو ته وویل، د نژدې زر تنو له ازمېښته وروسته څرګنده شوه چې د ۱۹ تنو کرونا مثبته ده.

د نوموړي په خبره له ۱۹ پېښو، ۱۰ په هرات ۲ په کابل، ۲ په کندهار، ۲ په میدان وردک، ۲ په غزني او یوه په کونړ کې ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس خپرېدل د پراختیا په حال کې ده، په ځانګړي ډول نوې بڼه یې اومېکرون چې وايي پر واکسین کړو هم زورور دی.

خو د روغتیا وزارت ویاند وویل، تر اوسه په افغانستان کې د کرونا د اومېکرون بڼه نه ده ثبت شوې.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د سږکال د اګسټ له میاشتې تراوسه پورې د کرونا نژدې ۴۱۰ پېښې ثبت شوي او تر ۱۸۰ ډېر کسان ورڅخه مړه شوي دي.

خو باور کېږي چې افغانستان کې د کرونا پېښې تردې ډېرې وي چې اکثره نه ثبتېږي.

تر دې وړاندې دغه وزارت ویلي و، د روغتیايي د نړیوال سازمان د معلومانو پر بنسټ، د روان میلادي کال له پیله تردې دمه، افغانستان کې ۱۵۷۳۸۷ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې يې ۷۳۱۰ تنه مړه شوي دي.

دغه شان په دې هېواد کې د کرونا ویروس د واکسین له طبیق وروسته نږدې ۴ میلیونه خلکو واکسین کړی دی.

هاخوا کابل ښاریان د ماسکونو نه مراعتول هم د دې ناروغۍ د ډېروالي لامل ګڼي.

ددې ښار یو تن اوسیدونکی سلیم وايي: "ماسکونه څوک نه مراعتوي. داسې ځایونه شته چې خلک هلته ډېر زیات ګرځي، خو له ماسکه ګټه نه اخلي، هغه کسان چې له ماسکه استفاده کوي، یا یې د څېرو نه ښکاره کېدو لپاره کاروي یا هم د حجاب لپاره، خلک فکر کوي چې کرونا نشته ده."

خو داسې هم نه ده چې ټول خلک دا کار نه کوي، شته یو شمېر کسان چې خپلې او نورو روغتیا ته متوجه دي.

د دوی له ډلې یو هم بریالی دی.

نوموړی وايي: "د دې خلکو په منځ کې زه یم چې له ماسکه استفاده کوم، خلک دې زما لاس نیوی وکړي او ماسره دې همکاري وکړي."

بریالی وايي که خلک همکاري وکړي، په کرونا ویروس له اخته کېدو به یې مخنیوی وشي او په وینا یې ماسک لومړنۍ او اسانه لار ده که استفاده ترې وکړي، کرونا به بریالی نه شي.

XS
SM
MD
LG