د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۱۶

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۱۹ تازه پېښې ثبت شوي


په افغان جاپان روغتون کې په کرونا وایروس اخته ناروغ

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس ۱۹ تازه پېښې یې ثبت کړي دي.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر ازادي راډیو ته وویل چې د نژدې ۱۰۰۰ تنو له ازمېښته وروسته څرګنده شوه چې د ۱۹ تنو کرونا مثبته ده.

هژیر وویل: "له ۱۹ پېښو، ۱۰ په هرات ۲ په کابل، ۲ په کندهار، ۲ په میدان وردک، ۲ په غزني او یوه په کونړ کې ثبت شوې ده."

د روغتیا وزارت ویاند دا هم وویل چې تراوسه پورې یې په افغانستان کې د کرونا د اومېکرون بڼه نه ده ثبت کړې.

د دغه وزارت پر اساس، د سږ کال د اګسټ له میاشتې تراوسه پورې د کرونا نژدې ۴۱۰ پېښې ثبت شوي او تر ۱۸۰ ډېر کسان ورڅخه مړه شوي دي.

خو باور کېږي چې په افغانستان کې د کرونا پېښې تر دې ډېرې دي، خو اکثره نه ثبتېږي.

XS
SM
MD
LG