د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

افغانستان کې د کرونا ډېرېدونکې پېښې؛ که مرستې ونه‌شي، ستر 'انساني ناورین' به راشي


ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې د درملنې لاندې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان
ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې د درملنې لاندې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان

په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' له روغتونونو سره د بهرنیو مرستو په پرې کېدو، د طالبانو عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو برخې مرستیال عبدالباري عمري د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۱۸» ازادي راډیو سره په خبرو، کې له مرسته کونکو مؤسسو وغوښتل چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلی عمري زیاتوي: ​"په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په زیاتېدو دي او وضعیت د اندېښنې وړ دی. په تېرو ۱۰ ورځو کې ۶۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر۳۰ تنه مړه شوي دي. دا یو ډېر اوچت ګراف دی."

ښاغلي عمري خبرداری ورکړ، که نړیوالې مرسته کوونکې ادارې همکاري ونه‌کړي، یو ستر انساني ناورین به رامنځته شي.

د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته یو ناروغ د درملنې لاندې
د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته یو ناروغ د درملنې لاندې

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په ډېرېدو سره د 'کووېډ-۱۹' روغتیایي مرکزونو ځیني مسؤلان په یادو مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره د تجهیزاتو او امکاناتو د کموالي خبر ورکوي.

افغان-جاپان روغتون په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' تر ټولو لوی روغتون دی چې دوه کاله مخکې یې د کرونا ویروس په خپرېدو سره فعالیت پیل کړ.

د یاد روغتون رئیس زلمی رېښتین له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو خبره تأییدوي او وایي، په دغه روغتون کې د ناروغانو د درملنې لپاره کافي امکانات نه‌شته.

ښاغلی رېښتین وايي: ​"په روغتون کې د ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، هره ورځ یو کس او په هره اوونی کې شپږ نفره دلته مري، امکانات مو کم دي، درمل او تجهیزات نه‌شته. که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو کېدای شي د ناروغانو شمېر ډېر شي."

ښاغلي رېښتین دا هم وویل چې ډېری ناروغان د امکاناتو د نشتوالي له امله دې روغتون ته مراجعه نه‌کوي.

د اوونۍ په جریان کې د افغان-جاپان روغتون کارکوونکو ازادي راډیو ته د یو برېښنالیک په استولو سره دوی ته د معاشونو د نه‌ورکړې له امله خپلې ستونزې شریکې کړې وې.

کابل کې افغان-جاپان روغتون
کابل کې افغان-جاپان روغتون

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو بر بنسټ، وړاندې تر دې نړیوال بانک په افغانستان کې 'کووېډ-۱۹' له روغتونونو سره مالي مرسته کوله، خو د مسؤلانو په خبره پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په پیل سره‌یې دا مرستې درولې دي.

دا مسؤلان ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو د مالي ستونزو د حل لپاره د بهرنیو مؤسسو د همکارۍ د جلب لپاره هڅې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ بیا د ۲۰۲۱ کال د نومبر تر اتمې نېټې پورې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' یو لک و ۵۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له دې شمېر څه باندې اووه زره او ۲۰۰ تنه مړه شوي وو.

خو تر یادې نېټې وروسته بیا رسمي شمېرې نه‌دي شریکې شوي.

XS
SM
MD
LG