د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

بامیانو کې یوه ډله ډاکټران: د کرونا د درملنې روغتون دې بیا فعال شي


ارشیف، افغانستان کې یو روغتون
ارشیف، افغانستان کې یو روغتون

په بامیان کې یوه ډله ډاکټرانو ویلي، که په دغه ولایت کې د کرونا د تشخیص او درملنې روغتون بېرته فعال نه شي، یو انساني ناورین به رامنځته شي.

په دغه ولایت کې پرون یوه ډله ډاکټرانو په یوه اعتراض کې د دغه روغتون د بېرته فعالېدو غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې روغتیايي متخصصان وايي، په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د کرونا وبا تازه څپه خپره شوې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې کاپیسا کې د کرونا ویروس یا کووېډـ۱۹ ناروغۍ د تشخیص بل لابراتوار پرانیستل شو.

دغه سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې له دې سره په افغانستان کې د کووېډـ۱۹ د لابراتوارونو شمېر ۳۵ ته ورسېد.

په افغانستان کې په ټوله کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۶زره ۳۰۷ ښوول کېږي، خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.

XS
SM
MD
LG