د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د افغان ـ جاپان روغتون ډاکټران: معاشونه مو نشته، اقتصادي ستونزو سره مخ یو


د افغان ـ جاپان روغتون ډاکټران
د افغان ـ جاپان روغتون ډاکټران

د افغان ـ جاپان روغتون ډاکټرانو ته له تېرو ۴ میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی. دوی وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ژوند یې بحران ته نږدې شوی.

د دې روغتون روغتیا پالانو او کار کوونکو ازادي راډیو ته یو لیک رالېږلی او په کې یې د خپل معاش سربېره، په روغتون کې د روغتیايي توکو د کمي یادونه هم کړې.

لیک کې زیاته شوې، نه یوازې دوی ته په تېرو ۴ میاشتو کې معاش نه دی ورکړل شوی، بلکې افغان ـ جاپان روغتون چې د افغانستان په کچه د کووېډ-۱۹ ناروغانو د بستر لپاره تر ټولو مجهز روغتیايي مرکز شمېرل کېده، اوس د روغتیايي تجهیزاتو له کمي سره مخ دی.

د دې روغتون ډاکټران وايي، که د دوی ستونزو ته پام و نه شي او ترخوا یې په خپل وخت روغتیايي توکي او تجهیزات ور و نه رسول شي، د روغتون دروازې به وتړل شي.

لیک کې دا یادونه هم شوې چې د افغان ـ جاپان روغتون د نړیوال بانک له‌خوا ملاتړ کېده، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دې بانک خپلې مرستې بندې کړي چې ټول روغتیايي نظام یې له ګواښ سره مخ کړی.

د افغان ـ جاپان روغتون رییس زلمی رښتین مني چې هم یې پرسونل ته معاش نه دی ورکړل شوی او هم د روغتون خدمتونه ورځ تر بلې راټېټېږي: "د افغان ـ جاپان روغتون ته نږدې ۴ میاشتې کېږي چې معاش نه دی ورکړل شوی. رښتیا هم بد وضعیت سره مخ دي. یوازې د خدماتي پرسونل د یوې میاشتې معاش ورکړل شوی او د هغوی هم د ۳ نورو میاشتو معاش پاتې دی. پرسونل مو له اقتصادي ستونزو سره مخ دی."

د افغان ـ جاپان روغتون رییس وايي، د ډاکټرانو د معاشونو په اړه یې د هېلټ نېټ موسسې سره خبرې کړي، خو هغوی ځواب ورکړی چې اوس نړیوال بانک مرسته نه کوي او دوی هم نه شي کولای، د دې روغتون کار کوونکو ته معاش ورکړي.

مخکې تر دې به نړیوال بانک د یادې موسسې له لارې د افغان جاپان روغتون کار کوونکو او ډاکټرانو ته معاش ورکولو.

ازادي راډیو وغوښتل په دې اړه د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو او طالب چارواکو نظر هم واخلي، خو له ډېرو اړیکو سره سره یې، ځواب ورنکړ.

خو له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو معین عبدالباري عمري ازادي راډیو سره خبرو کې، د روغتیا په برخه کې د هر ډول ناورین پړه پر هغو مرستندویه بنسټونو اچولې وه چې له افغانستان سره یې مرستې بندې کړې دي.

خو ښاغلي عمري دا ډاډ هم ورکړی و چې د روغتیا نړیوال سازمان او ځینو نورو بنسټونو د مرستو اعلان او ژمنې کړي چې په را رسېدو سره به یې یو ډېر شمېر ستونزې حل شي.

د طالبانو سرپرست حکومت دا هم ویلي چې وروستیو میاشتو کې یې د پوهنې او روغتیا وزارت ډېری پرسونل ته معاشونه ورکړي، خو ښکاري چې لا یې هم ډېر شمېر پاتې دي.

افغان ـ جاپان روغتون په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې تر ټولو مهم مرکز دی.

په دې روغتون کې نږدې ۲۰۰ روغتیاپالان پر کرونا وبا د اخته ناروغانو په درملنه بوخت دي.

په کابل کې د افغان ـ جاپان روغتون په افغانستان کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته، په دې ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې لپاره ځانګړې شو.

اوس‌مهال چې د افغانستان روغتیايي نظام تر ډېره د بودجې او نورو روغتیايي تجهیزاتو د کمي له امله له بېړني حالت سره مخ دی، خو بیا هم په دې روغتون کې ۶۰ ناروغان بستر دي.

افغان ـ جاپان روغتون داسې مهال له دې ټول بد وضعیت سره مخ دی چې لا هم د کرونا وبا د خپرېدو اندېښنه پای ته نه ده رسېدلی او د اروپا په ګډون په ډېر شمېر هېوادونو کې د دې ناروغۍ څلورمه څپه هم پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG