د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د اوسلو فورم کې د افغانستان پر کړکېچ خبرې کېږي


ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې، چې د اوسلو فورم نن پرانیستل شي.

په دې فورم کې چې دوه ورځې به دوام کوي، په نړۍ کې د روانو کړکېچونو ترڅنګ د افغانستان پر موضوع هم خبرې کېږي.

د دغه دوه ورځني فورم چې بحثونه به یې تر ډېره د کړکېچونو د هواري او د سولې پر موضوعاتو څرخي، مشري به د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اننیکین هویتفیلډت کوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اننیکین هویتفیلډت
د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اننیکین هویتفیلډت

د ناروې حکومت په یوه بیان کې ویلي، شاوخوا سلو کسانو په دې فورم کې د ګډون بلنه منلې او دا هغه کسان دي، چې د شخړو په هواري کې یې د منځګړو په توګه رول لوبولی یا لوبوي، د حکومتونو چارواکي، کارپوهان او په جګړو کې د ښکېلو لوریو استازي دي.

په اوسلو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ چې په تېرو وختونو کې یې په دا ډول غونډو کې ګډون کړی، تېر ماښام د دغه فورم د څرنګوالي او اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "اوسلو فورم هغه فورم دی چې هرکال دایرېږي او البته په نړۍ کې هغه مسایل چې مخصوصاً د سولې او بشري حقونو په تړاو دي، پر هغو خبرې اترې کېږي. په دغه فورم کې د مختلفو سیاسي ډلو استازي او همدارنګه یو شمېر اوسني او پخواني سیاسون ګډون کوي."

شکریه بارکزۍ
شکریه بارکزۍ

ټاکل شوې، چې د دې فورم ګډونوال د شخړو د هواري او سولې لپاره د خپلو دیپلوماتیکو هڅو تجربې له یوبل سره شریکې کړي.

له افغانستانه هم څو تنو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو تراوسه یې نومونه نه دي په ډاګه شوي.

تراوسه نه ده څرګنده چې ایا دې غونډې ته د طالبانو د حکومت کوم چارواکي ته بلنه ورکړل شوې او که نه خو ناروې چې د سولې د هڅو سابقه لري او د سولې د نوبل جایزې هم هر کال په اوسلو کې کې ورکول کېږي، د تېر کال په ژمي کې یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي اوسلو ته وربللی و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

هغه مهال اوسلو ته د متقي د دعوت په خاطر د بشري حقونو مدافعانو د ناروې پر حکومت انتقاد کړی او یو شمېر دیپلوماتانو هم په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه خپلې اندېښنې طالبانو ته وړاندې کړې وې او ورته ویلي و چې په افغانستان کې د خلکو زنداني کول، ټکول اوځورول په دې هېواد کې د ویرې یوه فضا رامنځته کوي.

د دغه فورم په اړه د ناروې حکومت په خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په نړۍ کې په وروستیو کلونو کې سیاسي او جغرافیایي وضعیت بدل شوی او نن ورځ په داسې اختلافاتو کې ګیر ده چې بېلګه یې د سړې جګړې وروسته په څولسیزو کې نه ده لیدل شوې.

XS
SM
MD
LG