د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د نورستان په يوه ځنګل کې د اور دوام؛ خلکو د طالبانو پر حکومت د مرستې غږ کړی


نورستان په ځنګل کې د اور لمبې
نورستان په ځنګل کې د اور لمبې

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي امان الله تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د دې ولسوالۍ د یوې غرنۍ سیمې په غرونو کې د اور لمبې بلې دي او عام ولس یې په وژلو کې پاتې راغلی دی.

ده د دې ولسوالۍ په ځنګلونو کې د بیا ځلې اورلګېدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې ځوانان د بل شوي اور ساحې ته تللي خو د اور شدت ډېر دی، وژل یې د هغوی له توانه وتلی کار دی.

نوموړي وويل: "اور کما في سابق د غځېدو په طرف روان دی، خلک لګیا دي چې اور مړ کړي خو د خلکو له توانه وتلی دی، البته موږ له مرکزي حکومته غواړو چې د اور وژلو خاصې قطعې باید راولېږي، له دې سره ـ سره دلته د محافظت قطعې باید جوړې شي. خلک باید موظفه شي چې ځنګلونه وساتل شي."

له تېرو دوو اوونيو راهيسې دا دويم ځل دی چې د نورستان په ځنګلونو کې اور لګېدنه رامنځته کېږي.
له تېرو دوو اوونيو راهيسې دا دويم ځل دی چې د نورستان په ځنګلونو کې اور لګېدنه رامنځته کېږي.

ده د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له مرکزه مسلکي ټیمونه ور واستوي او هغه کسان چې هلته د اور وژلو په چارو بوخت دي هغو ته دې اعاشه، لومړني طبي کومکونه او نوره مرسته ورسوي.

په نورستان کې دا اور وروسته له دې لګېږي چې تر دې وړاندې اورونو د دې ولایت پراخې ځنګلي ساحې په ایرو بدلې کړې وې.

د خوست ولایت د موسي خېلو او قلندر ولسوالیو په ځنګلونو کې هم بیا اور لګېدلی خو د ځايي خلکو په هڅو یې د پراختیا مخه نیول شوې ده.

خلک د اور په وژلو کې د طالبانو له حکومت مرسته غواړي
خلک د اور په وژلو کې د طالبانو له حکومت مرسته غواړي

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبیراحمد عثماني وايي چې وړمه ورځ یو وار بیا په دغو ساحو کې اور ولګېد خو اوس یې شدت کم شوی دی.

نوموړي وويل: "ځینو ځایونو کې لږ – لږ اور بل شوی و چې د سیمې خلکو اشر ورته وکړو او هغه اور یې ډېر ژر کابو کړ اوس د دې اشر دوه سوه کسان تیار آماده ناست دي چې خدای مه کړه بیا اور پورې نه‌شي."

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په ځنګلونو کې هم د اورلګېدو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړای شوي دي، خو تر اوسه پورې اور تر ټولو ډېر تاوان د کونړ او نورستان ځنګلونو ته اړولی دی.

د افغانستان یوازې درې سلنه خاوره ځنګلونو پوښلې چې د نورو هېوادونو په پرتله ډېره لږه ساحه ده.

راپورونه وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله هم اوس د افغانستان ډېر ځنګلونه وهل کېږي.

XS
SM
MD
LG