د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

نورستان او کونړ کې لګېدلی اور پر اقتصاد او وحشي ژویو څه اغېز کوي؟


ارشیف
ارشیف

د نورستان په ځنګلونو کې لګېدلي اور د کونړ ځنګلونو ته هم مخه کړې او د دې ولایت د چپې ولسوالۍ د دیګل درې په ځنګله کې دوه ځایه اورلګېدلی دی.

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د شام درې ځنګل کې لګېدلی اور هم تراوسه نه دی مړ شوی او د چارواکو په خبره اور د مرکز پارون اړوند د کانتېوا پراخه ځنګله ته هم مخه کړې ده.

د سیمه ییزو خلکو په خبره اور د ځنغوزیو او نښترو په ونو کې لګېدلی دی.

د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې لګېدلي اورونه به د سیمې پر اقتصاد او وحشي ژویو څه اغېز وکړي، په دې اړه نوریاس نوري د کرنې او چاپېریالي مسایلو له پوه میرویس خوګیاڼي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې په نورستان کې لګېدلی اور ولې دومره دوام وکړ او د مړه کېدو هڅو یې ولې تراوسه نتیجه نه ده ورکړې؟

د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:40 0:00

XS
SM
MD
LG