د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د خوست اوسېدونکي: د قلندر ځنګله ته په قصدي ډول اور اچول شوی


د خوست د قلندر ولسوالۍ د تبۍ سیمې په ځنګلونو کې د لګېدلي اور پاتې شونې
د خوست د قلندر ولسوالۍ د تبۍ سیمې په ځنګلونو کې د لګېدلي اور پاتې شونې

د خوست ولایت په یوه ځنګل کې د اور له لګېدو وروسته د دې ولایت اوسېدونکو نن غرمه ازادي راډيو ته ادعا وکړه، چې دا پېښه په قصدي ډول شوې ده او دوی د اور د مهارولو لپاره هڅې کوي.

خوستي ځوانان وايي، د دې ولایت د قلندر ولسوالۍ د تبۍ سیمې په ځنګلونو کې اور لګېدلو یې د سترګو خوب تښتولی چې له همدې امله یې د اور وژلو په خاطر شپه په ځنګل کې تېره کړې ده.

د خوست دوه اوسېدونکي نقیب الله ځلاند او احسان الله سعادت چې د اور د مهارولو لپاره سیمي ته تللي، د سترګو لیدل حال بیان کړ.نقیب الله ځلاند وویل: "موږ چې خبر شو، اور لګېدلی دی، د شپې لس بجې مو حرکت وکړ او د شپې دوه بجې سیمې ته ورسېدلو، ځوانانو په کمو امکاناتو تر سهاره هڅه وکړه چې اور مهار کړي چې تر اوسه ۹۰ سلنه اور مهار شوی دی."

د خوست اوسېدونکي په غره کې د لګېدلي اور د مړ کولو پرمهال
د خوست اوسېدونکي په غره کې د لګېدلي اور د مړ کولو پرمهال

دغه راز احسان الله سعادت وویل: "په دې ځنګل کې د ځنغوزیو د ونو ترڅنګ ډېرې نورې ونې هم سوځېدلې دي، ځوانان او مدني فعالان سیمې ته رسېدلي خو ساحه ډېره لویه ده."

د خوست دا اوسېدونکي د طالبانو له حکومته غواړي، چې د داسې پېښو د مخنیوي او د ځنګلونو د ساتلو لپاره دې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې په ځنګلونو کې اور بلوي او سوځوي یې.

په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي دا اور لګېدل تاییدوي او وايي، د اور لګېدلو د لاملونو په اړه څېړنې یې پیل کړې دي.

د طالبانو د خوست د والي ویاند اختر محمد عکرمه ازادي راډيو ته وویل: "ولایتي ادارې خپلې څېړنې پیل کړي دي چې عوامل یې پيدا شي. دا چې د دې اور لګېدنې علت څه و، وروسته به یې جزییات له تاسې سره شریک کړو."

نوموړی وايي، چې لګېدلی اور تر ډېره حده د دوی د حکومت او سیمه ییزو خلکو له لوري مهار شوی خو هڅه کوي چې پوره ډول اور مهار شي.

ځايي اوسېدونکي: لا هم د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې اور بل دى
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

په خوست کې د طالبانو د کرنې ریاست وايي، په هغه ځنګل کې چې اور لګېدلی، د نورو ونو ترڅنګ د ځنغوزیو ونې هم شته چې ساتنه یې ډېره مهمه ده.

له دې مخکې د نورستان او کونړ ولایتونو ځنګلونه هم د اور خوراک شول.

د چاپیریال ساتنې متخصص میرویس خوږیاڼی د ځنګلونو اور لګېدنه د ژوندیو موجوداتو او چاپیریال لپاره خطرناکه بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د اور لګېدنې د مخنیوي لپاره په کار ده چې د افغانستان اسلامي دولت له پرمختللیو وسایلو کار واخلي چې په وخت سره د ځنګلونو اور مهار شي، په ځنګلونو کې د زرغون قطعو یا عسکرو موجودیت او د اور د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې پوهاوی د اور لګېدلو د مخنیوي په برخه کې ګټور تمامېدلای شي."

میرویس خوږیاڼی
میرویس خوږیاڼی

ښاغلی خوږیاڼی په ځنګلونو کې د اور لګېدو اساسي عوامل طبیعي پېښې لکه تالنده، د کانونو او کیمیاوي موادو موجودیت او په ځینو مواردو کې د انسانانو مداخله بولي چې په خبره یې، حکومت باید دې مسایلو ته متوجه وي او په جدي ډول د ځنګلونو ساتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG