د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د نورستان او کونړ په بېلابېلو ځنګلي سيمو کې لا هم اور بل دى


په نورستان کې د لګېدلي اور لمبې
په نورستان کې د لګېدلي اور لمبې

د نورستان او کونړ په بېلابېلو غرنیو او ځنګلي سیمو کې له نږدې دوو اونیو اور روان دی.

د نورستان یو قومي مشر او د تېر حکومت پر مهال د ملي پیوستون سیمه ییز مسوول محمد عیسی وحدت له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې سلګونه هکتاره ځنګل سوځېدلی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې حکومت او نړیوال خیریه بنسټونه باید د دې اور د مړه کولو لپاره لاس په کار شي.

له ښاغلي وحدت سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

XS
SM
MD
LG