د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

فعالان: د نورستان او کونړ وروسته اور د لغمان یوه ځنګله ته په خپرېدو دی


په نورګرام کې د لګېدلي اور علت د یوې ځنګلي سیمې پر سر د دوو قومونو ترمنځ لانجه ښوول شوې ده.
په نورګرام کې د لګېدلي اور علت د یوې ځنګلي سیمې پر سر د دوو قومونو ترمنځ لانجه ښوول شوې ده.

په نورستان او کونړ کې ځینې ځايي فعالان وايي، د دواړو ولایتونو په ځنګلونو کې لګېدلی اور د لغمان ولایت یوه ځنګله ته په خپرېدو دی.

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې د لګېدلي اور لمبې لا پوره خاموشې نه دي، چې د کونړ او لغمان ځنګلونو ته هم د اور د خپرېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د نورستان د نورګرام یو اوسېدونکی صدیق الله وايي، اور اوس د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ پر لوري د خپرېدو په حال کې دی.

هغه وویل: "دغه اور په دوو برخو کې مهار شوی، په یوه برخه کې اوس د لغمان د الیشنګ پر لوري د انکشاف په حال کې دی. که یې مخه ونه نیول شي، دا خلک به له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي."

په نورګرام کې د لګېدلي اور علت د یوې ځنګلي سیمې پر سر د دوو قومونو ترمنځ لانجه ښوول شوې ده.

تېره پنجشنبه د کونړ د چپې درې ولسوالۍ په دوو ځنګلي سیمو کې هم د اورلګېدنې راپور ورکړل شو.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نجیب اله حنیف ازادۍ راډیو ته ویلي، خلکو د اور په مړه کولو کې همکاري کړې ده.

د نورستان ولایت یوه څنډه
د نورستان ولایت یوه څنډه

د پېښو په وړاندې د مبارزي وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي، د نورستان او کونړ ولایتونو په ځنګلونو کې لګېدلي اورونه د ولس په مرسته کابو شوي دي.

هغه وویل: "لله الحمد چې دغه اورونه د ولسونو په همکارۍ او د ځايي مسوولانو په همکارۍ هغه اور ختم شوی او هېڅ مشکل هلته نه شته."

خو د نورستان د نورګرام ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی چې د خپل نوم له اخیستو ډډه کوي وايي، د اور د مړه کولو لپاره تر اوسه اساسي اقدام نه دی شوی.

هغه وویل: "اوس دغه اور زیات شوی دی، تقریباً ۵۰ جریبه ساحه د غره له منځه تللې، سوځېدلې ده. نور هم د تخریب په حال کې ده. هېڅ ډول مرسته هلته نه رسېږي."

څه علت دی، چې د نورستان په نورګرام کې لګېدلي اور دومره زیات دوام وکړ او نورو ځایونو ته هم خپور شو؟

د کرنې او چاپېریالي مسایلو متخصص میرویس خوږیاڼی وایي: "څرنګه چې جوزا میاشت ده. بادونه ډېر تېز دي، بادونه کولی شي چې اور له یوه ځایه بل ځای، حتی له یوه ولایت څخه بل ولایت ته خپور کړي. تاسو ولیدل چې د کونړ هغو سیمو ته هم اور خپور شوی، چې نورستان ته نږدې دي."

نن د جون پنځمه، د چاپېریال نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې په همدې ورځ هم طبیعي شتمني په اور د سوځېدو په حال کې ده.

په نورستان کې د ځنګلونو اور؛ د خلکو شتمني سوځي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

په نوره نړۍ کې دا ورځ د چاپېریال خوندیتوب او صفا ساتلو ته د خلکو پام اړولو لپاره لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG