د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د نورستان په ځنګلونو کې د اور دوام؛ د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په ځنګلونو کې هم اور لګېدلی


د نورستان ځنګل چې اور لګېدنه پکې رامنځته شوې
د نورستان ځنګل چې اور لګېدنه پکې رامنځته شوې

په داسې حال کې چې له نورستان څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې بیا اور لګېدلی، له ننګرهار څخه هم ورکړای شوي راپورونه ښېي چې د دغه ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور بل شوی دی.

تر دې وړاندې د خوست او کونړ په ځنګلونو کې اورلګېدلی و او د ځینو راپورونو پر اساس د خوست د جلغوزو په ځینو ځنګلونو کې یو وار بیا اور لګېدلی دی.

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي امان الله تېره شپه د دې ولسوالۍ په ځنګلونو کې د بیاځلي اورلګېدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې پرون سهار شاوخوا سل تنه ځوانان د بل شوي اور ساحې ته لاړل خو د اور شدت ډېر دی، وژل یې د هغوی له توانه وتلی کار دی.

نوموړي وويل: "شدید باد پکې ګډ دی، له یو غر نه بل ته انتقالیږي او هغه ځنګلونه چې خصوصاً له کلونو راهیسې خوسا شوي او زاړه لرګي پکې پاتې دي هلته اور ډېر ژر نه مړ کېږي. اوس نور ځوانان آماده شوي چې د هغو نورو کومک ته لاړ شي. البته له مرکزي حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې مسلکي ټیمونه دې راواستوي او هغه کسان چې هلته کار کوي (اور وژني) هغو ته دې اعاشه، لومړني طبي کومکونه او نوره مرسته ورسوي."

له تېرو دوو اوونيو راهيسې دا دويم ځل دی چې نورستان په ځنګلونو کې اور لګېدنه رامنځته کېږي
له تېرو دوو اوونيو راهيسې دا دويم ځل دی چې نورستان په ځنګلونو کې اور لګېدنه رامنځته کېږي

د ننګرهار د هسکې مېنې په ځنګلونو کې د لګېدلي اور په اړه ډیر معلومات نه شته خو له خوست څخه خبرونه وايي چې یو وار بیا په ځینو ځنګلونو کې اور تازه شوی دی.

تر دې مخکې د خوست د موسي خېلو او قلندر ولسوالیو په ځنګلونو کې اور لګېدلی و خو بالاخره د ځوانانو په هڅو مړ شو.

د نورستان، کونړ، ننګرهار او خوست په ځنګلونو کې تقریباً هممهاله د اور بلېدا ځینو کسانو ته شکونه پیدا کړي.

ځینې وايي چې دا اور په قصدي ډول لګول شوی خو ځینې بیا وايي چې د بې غورۍ په نتیجه کې په ځنګلونو کې اورونه بل شوي دي.

XS
SM
MD
LG