د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

د اوکراین پر ختیځو سیمو د روسي ځواکونو بریدونه زیات شوي


د اوکراین په یوه څنډه کې د دې هېواد سرتېري
د اوکراین په یوه څنډه کې د دې هېواد سرتېري

د اوکراین دفاع وزارت د دې هېواد پر ختیځو سیمو لوهانسک او دونېڅک د روسیې د بریدونو د زیاتېدو خبر ورکوي.

د اوکراین دفاع وزیر وايي، چې هېواد یې د روسي ځواکونو د حملو پروړاندې د دفاع لپاره سمدستي پوځي مرستو ته اړتیا لري.

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف
د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف

اولیکسي ریزنیکوف چې پرون د جون په درېیمه نېټه، په سلواکیا کې یوې امنیتي غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې وینا کوله وویل چې د اوکراین پوځ د خپل هېواد د آزادولو لپاره وسلو، ټانکونو، هوايي ځواک او د هوايي او سمندري حملو د شنډولو وسلو ته اړتیا لري.

اوکراین له نړیوالو د پوځي مرستو غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې پرون پر دې هېواد د روسیې د بې دلیله یرغل سلمه ورځ وه.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، چې هېواد یې په تېرو سلو ورځو کې خپله دفاع کړې او ترپایه به دې دفاع ته دوام ورکړي.

د ناټو غړو هېوادونو او په سر کې یې متحدوایالتونو په تېرو سلو ورځو کې له کییف سره د وسلو او مهماتو او همداراز مالي مرستې کړې دي.

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزارت ویاند اولکساندر موتوزیانیک ویلي، چې پر دونېڅک او لوهانسک سیمو د روسیې حملې زیاتې شوې دي.

هغه وايي: "دښمن د هوايي بریدونو په مرسته په لوهانسک او دونېڅک کې د جګړې په ټولو کرښو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي. وضعیت خراب دی خو ډېری سیمې د اوکراین د دفاعي ځواکونو په ولکه کې دي."

له بلې خوا روسیه وايي، چې پوځ یې د اوکراین په عملیاتو کې پرمختګ کړی.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون وویل، په اوکراین کې د روسیې عملیات به تر هغه مهاله روان وي چې هېواد یې ټاکلو اهدافو ته رسېدلی نه وي.

XS
SM
MD
LG