د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

کييف سره د مرستو دوام؛ امريکا اوکراين ته د توغنديو پرمختللي سيستمونه ورکوي


د امريکا ولسمشر جو بايډن
د امريکا ولسمشر جو بايډن

په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې د روسي ځواکونو پرمختګ دوام لري، متحده ایالاتو اعلان وکړ چې اوکراین ته د توغندیو پرمختللي سیسټمونه ورکوي چې تر اتیا کیلو مترو پورې اهداف په دقت ویشتلی شي.

د لوهانسک د سیمې د پوځي ادارې مشر ویلي چې په سیورو دونیڅک ښار کې چې ډېره برخه یې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې، دواړو لورو ته په جګړو کې ډېر تلفات اوښتي دي.

سیرهې هایډې نن وختي په ټلګرام لیکلي، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه پر سیورو دونیڅک یرغل ته دوام ورکوي او پر مرکز یې ولکه ټینګوي، د بنسټیزو او صنعتي تاسیساتو ویجاړي ته یې هم دوام ورکړی.

نوموړي ویلي روسیې په دې ښارکې د کیمیاوي موادو پریوې فابریکې په هوایي برید کې د نایټریک اسیدو یو ټانک هم په نښه کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دا برید یو لېونتوب بللی خو دایې هم ویلي چې دا نوره د حیرانتیا خبره نه‌ده

او د روسیې د پوځ، د قومندانانو او د سرتېرو له خوا یې هرډول لېونتوب د منلو وړ دی.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن، اوکراین ته د داسې پرمختللو راکټي سیسټمونو له ورکولو سره موافقه کړې ده چې تر اتیا کیلو مترو پورې لېرې اهداف په ډېر دقت سره ویشتلای شي.

ښاغلي بایډن په یوه لیکنه کې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون خپره کړه لیکلي، موږ به اوکراین ته د توغندیو دا پرمختللي سیسټمونه او د هغو مهمات ورکړو څو وکولای شي د جګړې په ډګر کې مهم اهداف په دقت سره وولي.

واشنګټن کییف ته د دغو وسلو له ورکولو سره وروسته له هغې موافقه وکړه چې چې له کییف یې څخه دا ضمانت واخیست چې له دغو توغندویو به د روسیې د خاورې دننه د اهدافو د په نښه کولولپاره کار نه‌ اخلي.

اوکراین ته د پرمختللو راکټي سیسټمونو ورکول، د امریکا د هغو اوه سوه ميلیون ډالرو نوې مرستې یوه برخه ده چې په پام کې ده دا هېواد یې له اوکراین سره د امنیتي مرستو په ترڅ کې نن اعلان کړي.

د یو شمېر چارواکو په خبره چې نومونه یې نه‌دي په ډاګه شوي، په دغو نویو مرستو کې به دغه راز هلیکپټرې، د جاویلین په نوم د ټانک ضد د وسلو سیسټمونه، تکتیکي زغروالې وسیلې، د وسلو پرزې او نور وسایل او تجهیزات شامل وي.

اوکراين سره پخوانۍ پوځي مرستې
اوکراين سره پخوانۍ پوځي مرستې

کییف له متحدو ایالتونو غوښتي و چې ورته لېږدونکي د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو سیسټمونه ورکړي چې په یوه وخت تر درې سوه کیلومترو پورې واټن کې څو اهدافه و ویشتلی شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا تېره اوونۍ ویلي و چې دوی دغو وسلو ته سخته اړتیا لري، خو واشنګټن له دغو لنډ واټن ویشتونکو توغندیو سره موافقه وکړه چې کییف ته به یې ورکوي.

واشنګټن په عین حال کې له کییف غوښتي چې دغه وسلې په دونباس سیمه کې ځای پر ځای کړي چېرې چې کولای شي ورڅخه د روسیې د توپونو د جزو تامونو او نورو ځواکونو پر ضد چې د اوکراین پر ښارونو بریدونه کوي، د په نښه کولو لپاره کار واخلي.

په عین حال کې د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلنډ په سیورو دونیڅک ښار کې وضعیت وحشتناک بللی او ویلي یې دي، په دې ښار کې چې دوی عملیاتي لوی مرکز درلود، د اوکراین د جګړې پر یوه بل وحشناکه مرکز بدل شوی.

هغه ویلي د دې ویره شته چې په دې ښار کې به تر دولس زرو پورې ملکیان په جګړو کې بند پاتې وي.

د هغه په خبره دغه ملکیان کافي اوبو، خوړو، درملو او برېښنا ته لاس رسی نه لري.

XS
SM
MD
LG